افغان کرېکټ لوبډلې له زمبابوی څخه د پنځو لوبو لړۍ وګټله

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۳۰مه) د افغان کرېکټ لوبډلې له زمبابوی کرېکټ لوبډلې له ملي لوبغاړو څخه د پنځه لوبو لړۍ ۱پر ۴وګټله.   دا لومړی ځل دی چې افغانستان له زمبابوې څخه د پنځو یوې ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ ګټي.   د دغې لړۍ وروستۍ لوبه نن په شارجه کې ترسره شوه.
 
په نننۍ لوبه کې افغانستان د پچې له ګټلو وروسته په ۵۰ اورونو کې ۲۴۱ منډې وکړې، خو د زمبابوې ټوله لوبډله په 95 منډو وسوځېدله.
 
په افغان لوبغاړو کې جاوید احمدي ۷۶، رحمت شاه ۵۹ او راشد خان ۴۳ منډې وکړې.
 
په توپ اچوونکو کې راشد خان درې، شرف الدین اشرف او محمد نبي دوه- دوه کسان وسوځول. مجیب ځدران او شاپور ځدران بیا یو-یو لوبغاړي وسوځول.
 
افغانستان تر دغو سیالیو مخکې له زمبابوې څخه د ۲۰ اورونو د دوو لوبو لړۍ ۰-۲ وګټله.
 
افغانستان به له اماراتو څخه مستقیمآ زمبابوې ته ځي چې هلته د ۲۰۱۹ کال د غوراوي په سیالیو کې برخه واخلي.