د هند کرېکټ لوبډلې جنوبي افریقا ته په ۲۸ منډو ماته ورکړه

(روهي ـ۱۳۹۶لمريز،سلواغې۳۰مه) د هندوستان او جنوبي افریقا ترمنځ د روانو دریو ۲۰ اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې هند جنوبي افریقا ته په ۲۸ منډو ماته ورکړه.
 
په دغه لوبه کې هندوستان لومړی توپوهنه کړې ده او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۵ وايکټو په زیان سره ۲۰۳ منډې جوړې کړې او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د ۲۰۴ منډو هدف وټاکه.
 
په ځواب کې یې د جنوبي افریقا لوبډلې د ۹ وایکټو په زیان سره په ۲۰ اورونو کې ۱۷۵ منډې جوړې کړې او هدف ته په رسېدو کې پاتې راغله.
 
د هند په لوبډله کې بهونیشور کمار غوره توپ اچوونه وکړه او په ۴ اورونو کې یې ۲۴ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي يې وسوځول.
 
د دغو لوبډلو ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه د فبرورۍ میاشتې په ۲۱ مه په سنچورین کې ترسره کېږي.