راني مکرجي: هره ورځ خپل خاوند ته ښکنځل کوم

روهي (دوه نۍ/۳۰ د سلواغې)، د بالېوډ سينما مشهوره لوبغاړې رانۍ مکرجي وايي، چې د عادت له مخې هره ورځ خپل خاوند ته ښکنځل کوم او نوموړی تهديدوم.

دغه مشهوره لوبغاړې وايي، چې خاوند ته مې ښکنځل د نفرت، غوسې او يا هم د بد نيت له امله نه دی، بلکې له هغه چې زه ډېره مينه ولرم نو ورته ښکنځل کوم او څرګنده ده چې زما تر ټولو ډېره مينه له خپل خاوند، آډېټيا چوپرا سره ده.

راني مکرجې وايي، هر وخت چې نوموړې زما سره په کور کې وي، نو له ده سره زما خبرې له ښکنځلو ډکې وي، چې دا هرڅه زما او د چوپرا د زياتې مينې څرګندونه کوي.

راني د خپل خاوند سره د مينې او واده کېسه داسې کوي، "زه په خپلو فېلمونو کې له پر له پسې ناکامۍ سره مخ وم، په ځانګړې ډول کله چې زما (موجسي دوستي کاروجي) فېلم ښه بريالۍ نه شو، نو د لومړي ځل لپاره ما له آډېټيا چوپرا سره په مسلکي ډول ولېدل. آډېټيا چوپرا ماته په (ياش راج) فېلم کې د کارولو موقع راکړه، په داسې وخت چې خلکو په نوموړي باندې ډېر فشارونه راوړل چې ما له دغه فېلم لېرې او خلکو زما په اړه باور له لاسه ورکړی وو. آډېټيا چوپرا پر ما او زما پر وړتيا پوره باور درلود او زما سره يې پوره همکاري وکړه.

آډېټيا چوپرا هغه وخت يو کمره مين وو او زه د فېلم لوبغاړې، نوموړې په لومړيو کې دا فکر هم نه کولو چې يو کمره مين د فېلم له لوبغاړې يا اکټرېس سره په مينه کې لوېدلی دی، خو اوس نوموړی زما په اړه وايي، چې ستا سره د خلکو د مينې په اساس، ستا سره يو ځای زما عکوسونه هم خلک خوښوي، ځکه چې زه ستا خاوند يم."

راني مکرجي د خپل کورني ژوند په اړه خوښي ښکاره کولو او وايي چې خپله لور به داسې ډول وروزي، چې د يوې عادي ماشومې غوندې درس ووايي او ښوونځۍ ته لاړه شي، خو نه غواړي چې لور يې د پلار په څېر يوه فوټوګرافره شي.