(روهي ـ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۳۰مه) د افغانستان او زمبابوې کرېکټ لوبډلې نن دوشنبه وروستۍ یو ورځنۍ لوبه لري.
افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له زمبابوې نه د پنځو یو ورځنیو لوبو درې ګټلي او د اتلولۍ جام یې خپل کړی، خو باید دا وروستۍ لوبه هم ترسره کړي.
کرکټ بورډ ویلي، له افغان لوبغاړو سره تر وروستۍ لوبې مخکې تیره ورځ افغان ولسمشر په ټیلیفون خبرې کړي دي.
د ولسمشر غني د ملي لوبغاړو ستاینه کړې ده.
"تاسو افغانستان ته ویاړ راوړی دی. تاسو نوي نسل ته هغه اتلان یئ چې د افغانستان ټول ولس مو په مثبت لار وړی دی."
تمه ده، چې افغانستان به نن مازدیګر په درېیو بجو د شارجې په کرکټ سټډیوم کې له زمبابوې سره مخ کېږي.
افغانستان په دې ټورنمنټ کې چې روانه میاشت پیل شوی دوه شل اورېزې او درې یو ورځنۍ لوبې له زمبابوې ګټلي دي.
وروستي