سرچينې: جمعيت او جنبش ګوندونه د حکومت د پرځولو هڅې کوي

روهي (دوه نۍ/۳۰ د سلواغې)، په دې ورستيو کې داسې راپورنو خپره شوي، چې جمعيت او جنبش ګوندونه په هېواد کې د يو شمېر نورو سياسي کسانو په ملاتړ او په احتمالي ډول سره د روسيې په همکارۍ، هڅې کوي چې د ملي يووالي حکومت را نسکور کړي.

د نا تائيد شويو رپورونو پر بنسټ، د جمعيت ګوند مشران له جنبشيانو سره لېدنې تر سره کوي، ترڅو د هېواد په نورو قومونو کې هم اغېز لرونکي او وسله والو کسان پيدا او د حکومت پر وړاندې پوځي کودتا تر سره کړي.

د حکومت پر وړاندې په دې ورستيو وختونو کې د جمعيت ګوند ناستې او پټې کتنې له ترک او ازبک مشرانو سره د تېر په پرتله ډېرې شوې دي.

داسې نا تائيد شوي راپورونه هم خپره شوي، چې روسيې چارواکي له جمعيت او جنبش ګوندونو له يو شمېر کسانو سره پټې سياسي ناستې تر سره کوي.

په دې ورځو کې د حکومت او جمعيت ګوند ترمنځ اړيکې خرابي شوي، د جمعيت ګوند يو شمېر کسان په خپلو ناستو او غونډو کې، په څرګند ډول د حکومت د چپه کېدو ګواښ کوي او د لويو نه اداره کونکو لاريونو خبر ورکوي.

سياسي شنونکي په دې اند، چې جمعيت او جنبش ګوندونه او ورسره يو شمېر نورې سياسي کړۍ، هر شيبه د موجوده نظام د چپه کېدو په هڅه کې دي، خو حکومت يې کړنې څارې او تر اوسه د دوی ته د خپلونو د عملي کېدو موقع په لاس نه ده ورغلي.