(روهي ـ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۹مه) د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ټیلفوني خبرو کې ملي لوبغاړي ستایلي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د هېواد ولسمشر د کرکټ له ملي لوبغاړو سره، چې اوس په متحده عربي اماراتو کې دي، په ټېلفوني خبرو کې د دوو پر له پسې لوبلړیو د ګټلو مبارکي وویلل.
د لوبډلې په استازیتوب لوبډلمشر اصغر ستانکزي له ښاغلي ولسمشر سره خبرې کړې دي او ډاډ یې ورکړ چې د لوبو په میدانونو کې به د افغانستان د بیرغ د رپاند ساتلو لپاره خپلې هڅې نه سپموي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په شارجه کې له زمبابوې څخه دوې ۲۰ اوره سیالۍ او دغه راز د ۵۰ اوره سیالیو لړۍ وګټله.
وروستي