(روهي ـ ۱۳۹۹لمریز،سلواغې۲۸مه) د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پنځوس اورونو کرېکټ نړۍوالو سیالیو لړۍ، له زېمبابوې وګټله.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرېکټ د یوې ورځې د نړیوالو سیالیوODI دا لړۍ په شارجه کې روانه ده.
سره له دې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ یوه بله لوبه لا هم پاتې ده خو د پرونۍ لوبې پایلې، څرګنده کړه چې افغانستان د لړۍ ګټونکی دی.
په دې لوبو کې افغان لوبډلې د سیالیو د روانې لړۍ له څلورو څخه درې ګټلې او یوازې یوه لوبه د زېمبابوې په ګټه تمامه شوې ده.
په پرونۍ سیالۍ کې مجیب الرحمن ځدراڼ د زېمبابوې د لوبډلې پنځه غړي وسوځول او د سیالۍ غوره لوبغاړی وبلل شو.
وروستي