
روهي (جمعه/۲۷ د سلواغې)، د هند بالېوډ سينما پخواني او مشور لوبغاړي آميتاب باچان، ځواني لوبغاړې ساه علي خان ته د هڅونې او زورورتيا ليک ليږلی.
آغلي ساه علي خان تېره ورځ په ټوېټر ولېکل، "ډېر د وياړ ځای دی، چې زه دغه ليک تر لاسه کوم، ښاغلي آميتاب باچان صيب! مننه چې په خپل قيمتي وخت کې دې، دغه ليک ماته ولېکلو. ستا دغه ليک د هڅونې په اړه ما ته د ارزښت وړ دی."
آمتياب باچان، دغه ليک ساه علي خان ته د نوموړي (د يو منځني شهرت خاطرې The Perils Of Being Moderately Famous) کتاب په اړه ليکي.
د ساه علي خان د (د يو منځني شهرت خاطرې The Perils Of Being Moderately Famous) نومي کتاب د ساه علي د ژوند په سختيو او ستونزو د نوموړې له خوا لېکل شوی دی. دغه کتاب تېر کال خپور شو او په کم وخت کې ډېر مينوال او لوستونکي پیدا کړل.