د فسبوک په نړۍ کې ۷ هندیان تر ټولو ډېر لایکر لري

آیا پوهیږئ چې په هندوستان کې تر تولو مشهوره او مکښه فسبوک پاڼه د چا ده؟
د هندوستان هېواد د چټک انټرنټ درلودونکی دی، په ځانګړي ډول ددغه هیواد وګړي ټولنیزه شبکه (فسبوک) ډېر کاروي. که تاسې غواړئ پوه شئ چې په دغه هېواد کې تر ټولو ۷ مخکښې فسبوک پاڼې د چا دي؟ نو موږ دلته ۷ هغه مخکښې فسبوک پاڼې تشرېح کوو چې ټر ټولو ډېر مینوال (خوښوونکي) لري.
د جدول په سر کې د هندوستان برحاله لومړی وزیر نریندرا مودي قرار لري، د نوموړي فسبوک پاڼه په ټول هندوستان کې تر نورو ډېر کتونکي لري،دغه راز له سیاست ور هاخوا د کرکټ له نړۍ بیا د منډو ماشین ویرات کهولي اود بالیووډ ستوری سلمان خان ډېر کتونکي لري.
دلته ۷ هغه مخکښې فسبوک پاڼې موږ تاسو ته روښانه کوو چې تر نورو ډېر مینوال لري، ددې تر څنګ ددې ۷ مخکښه اشخاصو ټویټر پاڼې هم ډېر کتونکي(followers) لري.
لومړینریندرا مودي Narendra Modi 43.1 Million Fans 
د هندوستان وزیر اعظم نریندار مودي په لوی هندوستان کې د فسبوک ټولنیزې شبکې تر ټولو ډېر مینوال لري، چې دا ریکارډ کوم بل هندي چارواکی تر اوسه نه دی مات کړی. ښاغلی مودي په فسبوک کې ۴۳.۱ میلیون کتونکي لري، هغه دمګړۍ په لوی هند کې د فسبوک اتل بلل کیږي.
 
دويمویرات کهولي Virat Kohli – 36.3 Million Fans
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پياوړی لوبډلمشر ویرات کهولي چې پیاوړی لوبغاړی دی او د کرکټ په نړۍ کې ورته د منډو د ماشین لقب هم ورکول شوی دی، اوسمهال په ټول هند کې د فسبوک دوهم مخکښه فسبوک پاڼه لرينوموړی د هند له صدراعظم نریندارا مودي څخه وروسته په دوهم شمېره کې قرار لري چې فسبوک پاڼه یې ۳۶.۳ میلیونه کتونکي لري.
 
درېيمسلمان خان Salman Khan – 35.7 Million Fans
سلمان خان د بالیووډ د نړۍ مخکښه ستوری بلل کیږي چې اوس مهال يې په پراخه هند کې د فسبوک پاڼې د مینوالو شمېر ۳۵.۷ میلیونه ته رسیږي او دریم هندي وګړی دی چې د فسبوک مینوال یې په ټول هند کې په دریمه شمېره کې قرار لري.
 
څلورمپرینکا چوپرا Priyanka Chopra – 34.4 Million Fans
د بالیووډ د نړۍ تر ټولو ښکلې مېرمن پرینکا چوپرا لومړۍ ښځینه ادا کاره ده چې له ۳۴ میلیونه زیات فسبوک مینوال لري.نوموړې اوسمهال په لوی هند کې د فسبوک ۳۴.۴ میلیونه کتونکو په درلودلو سره په څلورم مقام کې ځای لري.



پینځمډیپکا پاډوکون Deepika Padukone – 34.1 Million Fans
د بالیووډ له نړۍ په لوی هند کې تر ټولو ټیټه فلمي لوبغاړې ډپپکا پاډوکون د فسبوک مینوالو شمېر د جدول په پینځم مقام کې قرار لري. نوموړې اوسمهال دوهمه شمېره ښځینه ادا کاره هم اعلان شوې ده او اوسمهال ۳۴.۱ میلیونه فسبوک مینوال لري.
 
شپږمهاني سینګ Yo! Yo! Honey Singh – 30.2 Million Fans
په شپږم مقام کې د فسبوک مینوال د ستر هند په کچه د سندرغاړي، موسیقۍ تولیدوونکي او فلمي لوبغاړي هاني سینګ دي.نوموړی اوسمهال د ۳۰.۲ میلیونه مینوالو په درلودلو سره د هند په خاوره کې د شپږم مخکښه فسبوک پاڼې درلودونکی دی.



اوومسچن ټنډولکر Sachin Tendulkar -28.7 Million Fans
د هند په کرکټ کې پخوانی پیاوړی او تر ټولو مشهور لوبغاړی سچن ټنډولکر په لوی هند کې هم د فبسوک کافي ډېر مینوال لري. ټنډولکر اوسمهال ۲۸.۷ میلیونه فسبوک کتونکي لري او د یاد هېواد په کچه د فسبوک پاڼې اووم مخکښه شخصیت اعلان شوی دی.
پای