روهي (پنځه نۍ/۲۶ د سلواغې)، د هېواد د کرېکټ بورډ سلاکار تاج ملوک عالم په اردن کې د افغان ښځينه لوبغاړو په جامو او په لويه کې د ورزش په برخه کې د ښځينه لوبغاړو په فعاليت توندې نيوکې کړي.
نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه ليکي، "دی عکس باره کی خلک وایی چی د اردن والا جینی حجاب کی ده او زمونږ والا پرتوګ او کمیس باسلی زما اعتراض په لباس نده زه خو وایم دواړه لعنتی دی او لعنت په هغه چا چی په خپلو لوڼو او خویندو سپورت کوی او ډبل لعنت په هغه چا چی زمینه ورته برابروی او ټرپل په هغه چا تشویقوی یی لله تعالی خو ښځه په صفا مروا کی هم له منډی منع کړی ده."
د ښځو پر وړاندې د ښاغلي ملوک دا ډول څرګندونې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی بلل شوی او په ټولنيزو رسنيو کې يې د يو شمېر خلکو غوسه را پورته کړې ده.
د سپورټي خبريالانو د فدراسيون مشر سائر ځلاند د عالم په غبرګون کې ليکي، "تاج صیب ويلي، د ښځينه لوبغاړو ملي لوبډلې او آن بیخي ورزش دې یې افغانستان کې بند شي.
که آی سی سی خبره شی، د بورډ لوړ رتبه مامورین داسې ذهنیت لري، نو دا مشروطه فول میمبرشیپ مو ختم وبولۍ."
تاج ملوک په داسې وخت کې دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ د فېبرورۍ په ۱۴ مه په افغانستان کې د نړۍ د ښځو د يو مېلېاردي پاڅون په ملاتړ ناسته تر سره شوه او د ژوند په مختلفو برخو کې يې د ښځو په ونډه او رول ټېنګار وکړ.
همدا ډول ولسمشر غني، په خپلو ورستيو، څرګندونو کې ويلي وو، چې د ښځو پر وړاندې تبيض د (زما) د ولسمشر پر وړاندې تبيض دی.
په اردن کې د افغان ښځينه فوټبال لوبډلې په لوبغاړو هغه وخت سختې نيوکې وشوې، چې په ټولنيزو رسنيو کې يې، د اردن د ښځينه لوبغاړو په پرتله غېرې شرعې جامې اغوستې وې.
د فوټبال فدراسيون په اردن کې د افغان فوټبال د ښځينه لوبغاړو د لباس په اړه بخښنه غوښتي او دغه کړنه يې له افغاني کلتور او شرعې سره په ټکر کې بللي.
وروستي