د افغانستان د موسيقۍ ملي انسټېټیوټ، د موسيقۍ د نوبل جايزه وګټله

روهي (څلورنۍ/۲۵ د سلواغې)، د افغانستان د موسيقۍ ملي انسټېټیوټ په سويډن هېواد د (موسیقۍ پولار ) يا د موسيقۍ د نوبل جايزه تر لاسه کړه.

د هېواد د موسيقۍ ملي انسټېټیوټ ته دغه جايزه چې نېږدي ۱۲۴ زره امريکايي ډالر ارزښت لري په سويډن هېواد کې، د ياد هېواد د پاچا کارل له خوا ورکړل شوې ده.

همدا ډول د راک موزيک په برخه کې، د امريکا د میتالیکا په نوم د موسيقۍ ډالې ياده جايزه تر لاسه کړه.

د ياد جايزې ګټونکي وايي، چې پّ دې سره په پوره ډول هڅول شوي دي او د هېواد موسيقي چې د جګړو له امله مړاوې شوې وه، بيا به يې را ژوندۍ کړي.