د سلواغې د ۲۶ مې په اړه د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجنیر محمد خان پیغام

د سلواغې د ۲۶ مې په اړه د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجنیر محمد خان پیغام
د ۱۳۶۸ هـ ش کال د سلواغې په ۲۶ مه د روسانو د ماتې په مناسبت د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجنیر محمد خان پیغام

د شلمې پېړۍ په تاریخ کې د افغانستان د مجاهد ملت برحقه پاڅونونه، جګړې، ټکرونه او د کمونیزم لاسپوڅو پرضد یې تل پاتې حماسې، په زرینو کرښو لیکل شوي دي.

د افغانستان مجاهدینو هغه سفاک، خونړی زبرځواک ته ماته ورکړه چې په ختیځه اروپا او د مرکزي اسیا پرهېوادونوله خېټې اچولو وروسته يې د افغانستان د اشغال او ښکیلاک شومه اراده په ذهن او خیال کې ګرځیده او غوښتل یې چې افغانستان هم د خپلې سرې امپراتورۍ برخه وګرځوي.
روسانو په همدغه شوم نیت څه دپاسه سل زره پوځ، د ټانګونو، جټ الوتکو او کنشیپ هیلکوپټرو پر ملاتړ د افغانستان پر پاکه خاوره نظامي تېری وکړ؛ نړیوالو د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا نړیدلې بلله مګر کله چې روسي سرې لښکرې د مجاهدینو له مقاومت او مبارزې سره مخ شوې په پیله کې سرې لښکرې په ګونډواو افغانستان د کمونیزم په هدیره بدل شو.

لکه څنګه چې نړیوال هم د روسي کمونیزم د بې دریغه تېریو، ظلمونو او استبداده تر پوزې راغلی وو، نو د افغانستان له مجاهدینو سره یې په نړیواله کچه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دا جګړه څه باندې نهه کاله اوږده شوه خو پایله یې د روسي سره پوځ ماته او د کمونستي نظام ړنګیدل وو؛ له دې ماتې سره سم د ختیځې اروپا هېوادونه او د مرکزي اسیا دیارلس جمهوریتونو خپلواکي تر لاسه کړه، د برلین دیوال ونړید ( المان بېرته سره یو شو) او د کیوبا جمهور رئیس فیډل کاسترو اعلان وکړ چې نور په نړۍ کې د وارسا پکټ یا کمونیزم بلاک په نامه کوم پوځي بلاک نشته، د روسانو امپراتوري دړې وړې شوه او د کمونیزم فلسفه خاورو ته وسپارله شوه.
زه په خپل وار سره د افغانستان ټول مؤمن او مجاهد ولس ته د دغې سترې سوبې مبارکي وایم، د جهاد او ازادۍ د لارې ټولو شهیدانو او قربانیانو ته دالله تعالی له دربار څخه د لوړو درجو غوښتنه کوم.

خدای تعالی دې زمونږ د شهیدانو کورنیو ته اجر او جمیل صبر ورکړي او الله تعالی دې د دغو رښتینو اتلانو د وینو په برکت په افغانستان کې تل پاتې سوله، امنیت، ثبات او سوکالي راولي.

آمین یا رب العالمین
انجنیر محمد خان
د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال