
د سلواغې د ۲۶ مې په اړه، د حزب اسلامی افغانستان د رئيس عبدالهادي ارغنديوال پيغام
د سلواغې په شپږويشتمه د روسي اشغالگرو ځواکونو د رسوا ماتې په اړه
د حزب اسلامی افغانستان د رئيس محترم عبدالهادي ارغنديوال پيغام
د سلواغې شپږويشتمه د افغانستان په تاريخ کې هغه طلايې او له وياړه ډکه ورځ ده چې ٢٩ کاله وړاندې په همدې ورځ د هغه وخت د نړۍ ستر زبرځواک شوروي اتحاد اشغالگر پوځونه د افغان غيرتي او مجاهد ولس پر وړاندې له سترې ماتې سره مخامخ او سرټيټې زموږ له هېواده وتلو ته اړ شول. نه يواځې دجگړې په تودو سنگرونو کې ماته وخوړه؛ بلکې په فکري ډگر کې هم له سترې ماتې سره مخامخ شو.
بې له شکه چې دا د افغانانو لپاره يوه ستره تاريخي بريا او لوى وياړ دى؛ خو نه ښيي چې د افغانستان غيرتي او مجاهد ولس يوازې پدې بريا او وياړ بسنه وکړي؛ بلکې ايماني او ملي مسؤوليت لري چې د کوم لوى هدف او موخې لپاره د مليونو ککريو په نذرانې کولو سره يې د شوروي اشغالگر ځواکونه په گونډو کړي او له عبرتناکې ماتې سره مخامخ کړي وو دهمغه لوى هدف د ترلاسه کولو لپاره پخپلو کې سره يو موټي شي او د اتفاق په پولادي صف کې ودرېږي؛ تر څو افغانان د يو پياوړى، خپلواک، باثباته او پرمختللي هېواد خاوندان او د مليونو شهيدانو، معلولينو، کونډو، يتيمانو او عام ولسي وگړو ارمانونه ترسره او د نړۍ په سر د عزت مقام ترلاسه کړي.
په درنښت
عبدالهادى ارغنديوال
د حزب اسلامى افغانستان رييس