(مالک، ښځه او بدمعاش ۳) د سناجي دت راتلونکی فېلم

روهي (څلورنۍ/۲۵ د سلواغې)، د هند د بالېوډ سېنما د مشهور لوبغاړي سانجي دت نوی فېلم، مالک، ښځه او بدمعاش ۳ نوميږي، چې د سنجي دت د ۵۸ مې کليزې څخه دوه ورځې وړاندې به خپور شي.

تېره ورځ سانجې دت په خپل ټوېټر ولېکل، "مالک، ښځه او بدمعاش ۳ SahebBiwiAurGangster3 به د روان کال د جولای په ۲۷ نېټه خپور شي. دغه فېلم د رولملمتر له خوا توليديږي، لارښونه يې ګریګمانشا کړي او راجو چوهدوا له خوا به وړاندې شي."

د روان کال د جولای په ۲۹ نېټه په سانجي دت د خپل عمر ۵۸ کالونه پوره او ۵۹ به پيل کړي، چې د نوموړي د کليزې څخه دوه ورځې وړاندې (د جولای ۲۷ مه نېټه) به دغه فېلم وړاندې شي.

په مالک، ښځه او بدمعاش ۳ فېلم کې، سانجې دت د بدمعاش رول لوبولی، د فېلم کيسه د تېر د غلامۍ د دورۍ په اړه د مالک، ښځې او بدمعاش په سر څرخي.