(روهي ـ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۴مه) د افغانستان او زمبابوی کرېکټ لوبډلو د روانو لوبو په دریمه یوه ورځینۍ لوبه کې نن زمبابوی افغان لوبډلې ته ۱۵۵منډې هدف وټاکه.
په دغه لوبه کې افغان لوبډلې په ۶وېکټو لوبه وګټله.
په دغه لوبه کې له افغان لوبډلې ناصر جمال ۵۱منډې په ۵۶بالونو، محمد نبي ۱۸منډې په ۲۳بالونو، رحمت شاه په ۵۶منډې په ۵۲بالونو جوړ کړي دي.
د بال اچونې په برخه کې له افغان لوبډلې راشد ارمان۵، مجیب ځدران ۳ ويکټې واخیسې
په دې لوبو کې لومړۍ یوه ورځینۍ لوبه افغان لوبډلې او دویمه زمبابوی لوبډلې ګټلې، چې نننۍ لوبه هم افغان لوبډلې وګټله.
وروستي