ننګرهار: د کرېکټ ملي لوبغاړي حمید حسن کور ته لاس بمونه غورځول شوې

(روهي ـ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۴مه) د افغانستان په ننګرهار ولایت د کرېکټ ملي لوبغاړي ښاغلي حمید حسن دوی کور لاسي بمونه غورځول شوي دي.
حمید حسن په خپله په یوه ویډيو پیغام کې وايي:
"بده حادثه وه. دومره له نزدې نه مې کله هم داسې اواز نه وه اوریدلی."
د هغه په خبره، له دې وړاندې هم ځینو خلکو زما پلار ته زنګونه کړي او د پېسو غوښتنه یې کړي ده.
حمید حسن وايي، چې پلار یې دا خبره ور سره نه وه منلې مګر هغوی ورته بیا خبردار هم ورکړی دی.
دی وايی، اړوند ادارې یې هم په دې اړه خبرې کړې دي.
حمید حسن په وینا، دا زما لپاره نه بلکې د ټولو افغان لوبغاړو لپاره سخته ده چې هر وخت له دغسې تهدیدونه سره مخامخ کېږي.