
روهي (دوه نۍ/۲۳ د مرغومي)، د هند د بالېوډ سينما د مشهورې لوبغاړې ځوانه اته دېرش کلنه خور، اسابیل کیف د سلمان په مرسته د فېلم صنعت او د بلېوډ سينما ته را دننه کيږي.
اسابیل کیف چې اوس مهال په لندن کې ده، د ۱۴ کلنۍ په عمر کې يې د موډلېنګ يا فېشن په برخه کې يې کار او زده کړې پيل کړې. نوموړې د لومړي ځل لپاره د (مم) په نوم په هندي فېلم کې د سينما په سکرين ښکاره شوه او اوس په رسمي ډول سره غواړي په بالېوډ کې کار وکړي.
کټرینا کیف د خپلې ځوانې خور اسابیل کیف په اړه وايي، "اسابیل يوه ځوانه، په ځان باوري او تکړه جينۍ ده، دي اوس په يو انګليسي فېلم کې کار کوي، اسابیل په انګليسي فېلمونو کې په ښه ډول سره لوبيږي، خو که چېرې نوموړې غواړي، بالېوډ ته راشي، نو زه ډډه يم، چې بريالۍ به وي."
اسابیل کیف اوس مهال د خپل نوي راتلونکي فېلم په کار باندې بوخته ده، چې ښايي د روان زېږديز کال د مې په مياشت کې به خپور شي.
د راپورونو پر بنسټ، د سلمان خان او کټرینا کیف د دوستۍ په اساس، سلمان خان هڅه کوي چې د کټرينا خور، اسابيل کيف د هند بالېوډ سېنما ته راولي.