د مسکا  زمانی د شعر پښتو ژباړه

يو توپ ،يو زړه او يوخوب
 
وه،  نه وه، يوه زمانه  وه
ديوه لرې هيواد افسانه وه
يوه جلۍ د شعر د ليکلو په فکر
د خپل هيواد د روانو ستونزو په ذکر
کوڅې  او لارې تشې او خالي وې
غونډۍ ښکلې شنې او عاليوې
خو نه د ماشومانو کومه پته  او اثر  ؤ
دا  دوې ول چيرې؟  او دا څه خبر ؤ
يوه خالي ميدان کې يو ماشوم ولاړ  ؤ
غلې شان  د ټيم د ملگرو په انتظار ؤ
ورسره ډبره؟  نه  د لوبو کوم  عروس () ؤ
د فټبال لوې تور او سپين پنډوس ؤ
دا د هغه هيله،  يو خوږ غوندې خوب ؤ
که څه هم د لوبو څيز، د فټبال توپ ؤ
د هغه  دهيلو او اميدونو يوه دنيا وه
د ماشومانو د آزادۍ  نښه او رڼا وه
کله چې،نوې توپ په لاس کې، دريدلي اوسئ
ښکاري  لکه،  خپلو هيلو ته چې،  رسيدلي اوسئ
 
هيله لرم چې دا ډالۍ مو خوښه شوي وي