روهي وېب پاڼې ته کوم ډول لېکنې رالېږلی شئ؟

روهي وېب پاڼې ته کوم ډول لېکنې رالېږلی شئ؟
ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن

د روهي خپلواکې، ناپېيلې، ټولنيزې، فرهنګي او خبري وېب پاڼې ګرانو لوستونکو او د قدر وړ قلمي همکارانو، سلامونه او نېکې هيلې مې ومني.

خوښ يم، چې د يوې لسيزې څخه د زيات وخت راهيسې، د لوی خدای په نصرت او ستاسو ښاغلو په همکارۍ، هڅونو او مينې؛ د روهي وېب پاڼې له لارې د اسلام سپيڅلي دين، ګران هېواد او ولس ته بې پرې او په ريښتني ډول چوپړ کوو.

ګرانو لوستونکو او قلمي همکارانو! لکه څه ډول چې تاسې عملاً هم ګوری، چې روهي وېب پاڼه په درېيو لويو برخو کې خپلې خپرونې وړاندې کوي.

۱- خبرونه: مونږ د هېواد، سيمې او نړۍ مهم خبرونه په کم وخت کې، خو په پوره دقيق ډول خپرو. د اسلام د سپيڅلي دين، د هېواد د اساسي قانون او د بيان ازادۍ د نړيوالو قوانينو اړوند، پرته له کوم طرفه، په بې پرې او خپلواک ډول او بې له کومې ويرې خبرونه خپرو.

مونږ ټول هغه خبرونه چې له پورته ذکر شويو اصولو سره په ټکر کې نه وي، تاسو ته رسو. د خبرونو په خپرولو کې، روهي وېب پاڼه هېڅ وخت او په هېڅ ډول خپل نظر نه شريک کوي، بلکې هغه څه تاسو ته وړاندې کوو، چې پېښ شوي وي.

مونږ ښه - بد، منفي - مثبت، د ابادۍ - جګړې او نور ټول خبرونه، د خپل پراخه خبري ټيم پر مټ له دقيقو سرچينو، عيني شاهدانو او مسوولو کسانو څخه تر لاسه کوو، او نشر ته يې سپارو.
د خبرونو په خپرولو کې زمونږ يوازينی مسووليت تر تاسو رسول دي، نور قضاوت او پر وړاندې يې غبرګون ښودل پر تاسو پورې اړه لري.

۲- د روهي وېب پاڼې سرليکنه: د سرليکنې په نوم مقاله هر اونۍ د روهي وېب پاڼې د ادارې له لورې په رسمي ډول د نۍ (شنبې) په ورځ خپريږي. چې هر ډول مسووليت يې هم د روهي وېب پاڼې د ادارې پر غاړه دی.

۳- د لېکولانو لېکنې او ژباړې: روهي وېب پاڼه له لومړۍ ورځې بيا تر نن پورې د خپلو قلمي همکارانو پر مټ وادنه او پر مخ روانه ده. زمونږ غښتلي قلمي همکاران په اسلامي، سياسي، ټولنيزو،
اقتصادي، علمي، تحليلي، هنري، فرهنګي، ادبي، ټېکنالوژۍ او ورزشي مسايلو او پېښو باندې لېکنې او ژباړې کوي، د روهي په پته يې استوي، چې مونږ يې هم په کټ - مټ ډول نشر ته سپارو او په دې برخه کې له خپلو قلمي همکارانو، لېکولانو او ژباړونکو نړۍ مننه کوو؛ پوهې او مينې ته يې د قدر سر ټيټوو.

لکه څه ډول مو چې وړاندې هم يادونه وکړه، روهي پاڼه هغه لېکنې خپروي، چې د اسلام د سپيڅلي دين، د هېواد د اساسي قانون او د بيان ازادۍ د نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې نه وي؛ نو په دې پار له تاسو ګرانو قلمي همکارانو په پوره درنښت هيله کوو، چې لاندې ټکي په نظر کې ونېسئ.

- هغه لېکنې او ژباړې، چې د اسلام د سپيڅلي دين، د هېواد د اساسي قانون او د بيان ازادۍ د نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې وي؛ روهي وېب پاڼه يې نه خپروي.

- هغه لېکنې او ژباړې، چې د يو شخص توهين او سپکوی په کې شوی وي، روهي وېب پاڼه يې نه خپروي.

- هغه لېکنې او ژباړې، چې په ډېر شمېر املايي ستونزې ولري، روهي وېب پاڼه يې نه خپروي.

- د هرې ژباړې او لېکنې په وخت کې املايي او د ټايپ تېروتنو ته پوره پام وکړئ، د پښتو ژبې پنځه ډوله (ی)، چې ډېری لېکولان يې په فکر کې نه نيسي، په بشپړ ډول مراعات کړئ.

- د لېکوال او ژباړن لېکنې او ژباړې؛ په مکمل ډول د روهي وېب پاڼې سره خوندي دي او همدارنګه هر لېکنه او ژباړه په مستعقيم ډول په لېکوال او ژباړن پورې اړه لري، روهي وېب پاڼې يې هېڅ ډول مسووليت په غاړه نه اخلي.

- لکه څه ډول، چې د ان لاین رسنيو يا د موبايل او کمپيوټر له سکرين څخه، د لېکنې لوستل د چاپي رسنيو په پرتله ستړي کوونکي دي، نو هڅه وکړئ، چې اوږدې لېکنې او ژباړې په څو برخو ووېشئ او مونږ ته يې راولېږئ.

- له درې زره څخه تر اووه زره کلېمو (لغاتو) پورې لېکنې مونږ په يو ځل خپرو، له هغې اوږدې لېکنې بيا په برخو وېشو او نشر ته يې سپارو.

- مونږ هڅه کوو، چې ستاسې د مهال وېش اړوند درته خپرې کړو.

- غوره به دا وي، چې له لېکنې او ژباړې سره انځور تاسې په خپله وټاکئ او مونږ ته يې راوليږئ، که چېرې تاسې انځور نه وي ټاکلی، نو بيا مونږ د لېکنې او ژباړې د محتوا سره سم ورته انځور ټاکو.

- تاسو کولی شئ، روهې وېب پاڼې ته په لاندې لارو لېکنې او ژباړې راولېږئ.
۱- د روهي وېب پاڼې د برېښنليک له لارې: mail@rohi.af
۲- د روهي وېب پاڼې د فېسبوک پاڼې له لارې: روهي وېبپاڼه
۳- د روهي وېب پاڼې د اړيکو په برخه کې (زموږ سره مو اړیکې) د کړکي يا وينډو له لارې.
په درنښت
ډاکټر نيک محمد - ويال د روهي وېب پاڼې څښتن