(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۲مه) د افغانستان او زمبابوی کرېکټ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ په روانو سیالیو کې دویمه یوه ورځینۍ سیالۍ افغان لوبډلې په لوی توپیر وبایلله.
په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه زمبابوی لوبډلې کړې، چې ۳۳۴ټولې منډې یې هدف وټاکه.
د یادې لوبې په شپږ څلوېښتم اور کې راشد خان خپل وروستی اور په دوهم بال د ټېلر مهمې وېکېټې اخیستلو سره د زمبابوي لوبډلې اوږده ملگرتیا ته د پای ټکی کېښود.
ټېلر په ۱۲۱ توپونو د پنځو څلوریزو او اتو شپږیزو په مرسته ۱۲۵ منډې جوړې کړې او ستر هدف په ټاکلو کې يي مهم رول ولوبوه.
بل خوا سکندر رضا په ۷۴ توپونو د نهو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۹۲ منډې جوړولو سره تر پیاوړې او چټکې توپ وهنې وروسته د گلبدین نایب د اتم اور په پنځم بال خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.
مالکم والر په ۱۳ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۱ او راین بورل په ۳ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۶ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.
زمبابوي د ټېلر، مسکدزا او سکندر رضا پیاوړې توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۳۳ منډې جوړې کړې.
افغانستان لپاره راشد خان دوه او مجیب ځدران او گلبدین نایب یوه یوه وېکېټه واخیسته.
مجیب خپل لس اورونو کې ۴۷، راشد خان خپل لس اورونو کې ۳۶، محمد نبي خپل لس اورونو کې ۳۳، رحمت شاه خپل درې اورونو کې ۳۴، گلبدین نایب خپل اته اورونو کې ۸۵، او دولت ځدران خپل نهه اورونو کې ۹۶ منډې ورکړې.
ورپسې افغان لوبډلې ونه شو کولی، چې یاد هدف لاس ته راوړي.
افغان کرېکټ لوبډلې په ټولو وېکټو یوازې ۱۷۹ منډې وکړې.
په افغان لوبغاړو کې رحمت شاه زرمتي ۴۳، شهزاد محمدي ۲۰، دولت ځډران ۴۷منډې جوړې کړې.
افغان لوبډلې په ۱۵۴ منډو باندې زمبابوی لوبډلې ته وبایلله.
وروستي