د بالېوډ سېنما ۳۰ کلنه لوبغاړې زرين خان په خپل وير فېلم مينه ده

روهي (يوه نۍ/۲۲ د سلواغې)، د هند د بالېوډ سېنما مشهوره لوبغاړې زرين خان وايي، چې په ټولو خپلو فېلمونو کې ورته ډېر په زره پورې او نه هېرودنکی فېلم، د نوموړې لومړنی فېلم (وير) دی.

زرين خان اعتراف کوي، چې د دی لومړنی فېلم وير د نوموړې د نورو فېلمونو په پرتله ډېر بريالی نه وو، خو بيا هم د دي د خوښې او زړه فېلم دی.
 
زرين خان وايي، "دا چې نن خلک ما پيژنې دا زما د وير فېلم برکت دی، فېلم ډېر بريالی نه وو، ځکه چې په ياد فېلم کې ما د سلمان خان ضد رول لوبولی، خو په هر صورت زما دشهرت لامل زما لومړنی فېلم وير وو."

زرين خان اوس مهال په هند کې د مشورو بلېوډ لوبغاړو په منځ کې ده، چې په ۲۰۱۰ کال کې يې په هندي سېنما کار پيل کړ.