ايا پښتون مارچ موخې ته ورسيده!

د ظالم/جابر انګړ هغه انګازو ولړزاوه د کومو خاموشه کولو لپاره چه هغوۍ په ملياردونو روپۍ او په لکونو ککرۍ قربان کړې وې. د کلونو ظالم نظام، بې رحمه پاليسيو، بې وجدانه ملايانو او نيابتي ډلو پواسطه د کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو سيستماتيکه ټول وژنه او ځورول دوۍ خپلو شومو موخو ته رسيدو لپاره ډاډه کړي وه. پشتين په مشرې د يو څو ځوانانو غير پلان شوی او خود جوشه حرکت چه د هر ډول امکاناتو بې برخې وه هغه وخت د پاڅون شکل غوره کړو کله چه د انتقام د جذبو ډکو زړونو ته د اظهار جرآت او موقعه په لاس وراغله، او د نړۍ د ګوټ ګوټ نه د ملاتړ غږونه پورته شو.

دا چه راټوليدنه د يو ژمن ليک پر بنسټ يوې مياشتې لپاره وځنډيډه، ډيرې پښتانه باور لري چه ژمنې به عملي نه شي مګر په هر حالت ناسته کاميابه وه ځکه چه:
-د لمړي ځل لپاره پښتون د حق غوښتنې بې سارې ناره پورته کړه، په يو پليټ فارم راټوليدل او يو اواز بدرګه کول د معجزې کم نه وه.

-د تهديدينو، رسنيو نه پوښښ، خرڅ شوي مشرانو او هر ډول کوښښ سره ونه توانيدل دا غږ خاموش کړي، بلکې د نړې او په ځانګړي ډول په مادي او معنوي لحاظ ځپل شويو پښتنو شعورې بيدارۍ کې بې سارې اقدام او پيل وه.

-د پنجاب په مرکز کې د ازادۍ، انقلاب، لر او بر يو پښتون، پوځ او استخبارات د تروريزم په ملاتړ تورنول هغه ناره وه چه تر دې مخکې کوزې پښتنخوا خلکو په خوب کې د ويلو توان هم نه درلود.
-هغوۍ ته چه د نظام ظلمونو/ بې ضميره مشرانو تنګ راغلي، ازادي او حق غوښتونکي دي د هيلو څرک پيدا شو، راتلونکې لپاره يو پل شو.

-غونډې ټول کليشه ای نظريات (پښتون دهشتګرد، ورانکارې، تيز خويه) له منځه يوړل، د پښتنو مبارزو ښځو ګډون ناسته رنګينه کړه او د باچا خان ياد يې تازه کړو.

-پښتون ته په ثبوت ورسيده چه (يک قوم) نظريه دروغ ده، پنجابۍ ميډيا او پښتون روبوټ ملا ازاد ندی او نه بايد د روان اور د سون توکي شي.