اولسمشر مو بزدله دی

اولسمشره! مهمه نده هغه قربانیو ته اشاره وکړو چه ملت خپلو هیلو او ارمانونو ته د رسیدو لپاره د رایو کارولو په ورځ ورکړې. ستاسو د فساد پر ضد چغې،غوړې ټاکنیزي وعدې،  منظمې برنامې، مافیا او جنګ سالارو ریښه کښي، د خاموش اکثریت حق غوښتنه او افغان د تساوي خبرې د هر وطن پرست هیوادول جذبه او هیلې پدې نیت راوټوکولې چه هیواد به مو د شته بدبختۍ خلاص، مافیا او ناامنۍ دا ټغر به ټول شي. ټاکنو پایله کې په ناقانونه ډول حکومت تقسیم هم اولس په نیک پال ومانه. د لوړې په ورځ ابوبکر صدیق رض د خطبې تکرار، د ناخوالو یادونه، ژمنې او حل لارې چارې هغه څه وه چه پلویانو دې بیا د ویاړ احساس وکړ، امیدونه هلته اوج ته ورسیدل کله چه د لږو ریشتیا او ډیرو درواغو اوازې خپرې شوې چه اولسمشر والیان د دندو ګوښه او احتساب لپاره یی عدلي ارګانونو ته معرفي کړه، اولسمشر ټول مشاورین په کور کیښنول، اولسمشر ددولتي ادارو د بې ځایه مصارفو مخنیوی وکړ، اولسمشر به ټول والیان، وزیران، قومندانان او نور لوړ رتبه چاوراکې ډیر ژر د شایستګۍ، ژمنتیا او مسلک له مخې وټاکي، اولسمشر به د واک جزیرې ختمې کړي، اولسمشر به .......... کومې چه په ملت لکه د مرهم پټۍ لږیده.
مګر دا هر څه ورځ تر بلې پیکه کیده، ناامنۍ مو ټول هیواد ونیو، نیمه خاوره مو مخالفینو لاسو کې پریوته، ولایتونو سقوط ته لارې هوارې شوې، داخل نه حملو زور واخیست، والي دفترونه، ملي اوردو روغتونونه، قل اردوګانې مو د حملو هدف وګرځیدې، هدفي وژنې او غلاوې لویو ښارونو کې پیشه شوه. فساد په ټولو دولتي ادارو کې په زغرده اوویاړ اخستل کیږي حتې د ماليې د ورکولو لپاره به هم رشوت ورکوې. مافیا منګولې تر ارګه رسیدلې، بې کارۍ له امله مو هیوادوال یا د مخالیفینو لیکو ته ځي او یا د ښه ژوند موندلو په لاره د بحرونو او یا وحشي صفته انسانانو ښکار کیږي. نیمې نه زیاته دوره تیره شوې مګر تر اوسه مو نیمې نه زیاتې دولتي ادارې په سرپرستانو اداره کیږي، نوي سلنه ادارو ته بې مسلکه چارواکې ټاکل شوي او ځینې خو یی لا تر اوسه بې سرنوشته پاتې دي.
امر دې یواځې د خاموش اکثریت په څو چارواکو تاثیر کړي، حکمونه او مکتوبونه دې سپیدار ماڼې داسې ردوي لکه د اولسمشرې ماڼۍ چه یی دریم بست وي. ستا په امر لیږل شوي شاروال مکتوب د لنډه غر شاروال له خوا شکول کیږي، ستا په لاس ټاکل شوی زراعت ریس د لڼده غر والي په واسطه بیرته تاته رالیږل کیږي، والیانو دې د واک جزیرې جوړې کړې، قمندانان او امنیتي چارواکې د دولت حاکمیت ننګوي مګر ستا د لاسه هیڅ نه کیږي.
دا ولې؟
دا ځکه چه تا د اولس رایو ته په سپکه وکتل، تا تر ځان داسې د قدرت وږي راتاو کړل چه ته یی معاملو ته مجبوره کړې، تا د تیر حکومت په پل پل کیښود، کلیدي پوسټونه دې زورواکو، فاسدو، لنډه غرو او د ملت قاتیلونو د خوشحالولو لپاره هغوۍ ته تحفه کړل. مشاورینو تعداد کې دې د تیر حکومت ریکارډ مات کړه. شته حکومت لا نیم ګړی او کارونو کې پاتې راغلې مګر ته د راتلونکې حکومت لپاره په جوړجاړي مصروف یی او د خپلو ناکامیو پړه پر نورو اچوې تر کله!
نه دا چه ملي امنیت، دفاع وزارت، داخلې وزارت دې د جهاد او مقاومت په نامه ورننوتو لنډه غرو، بې مسلکو او پردې پالو تصفیه کړو مګر لا دې کم عمره او بې تجربې مسعود خیلو، فهیم خیلو، محقق خیلو، جرات خیلو ته افتخاري رتبي او اساسي دندې ورکړې چه پایلې یی ټول هیواد ګوري.  که دا حال وي نه به د کابل ننۍ فاجعه وروستۍ وي مګر خداې مه کړه هغه ورځ رانشی چه د معاملې په پایله کې یی ځانمرګي تر تا رارسولی وي.