
کابل د چهارشنبې خونړۍ پیښې چه اتیاو زیات مړه او پنځه سوه شاوخوا یی ټپیان درلودل ټول هیواد ولړزاوه، لومړیو استخباراتي معلوماتو پر اساس پیښه د ائ ایس ائ په کومک د حقاني شبکې له خوا د ټینکر پواسطه تر سره شوې. وروسته داسې معلومات هم رابرسیره شول چه نوموړی ټانکر تر ۳۴ دقیقو د ایران سفارت تر څنګ تیر کړي او لا هم بشپړې څیړنې روانې دي.
د نړۍ د ګوډ ګوډ څخه د خواخوږۍ پیغامونه رارسیږي، دولت هم د بشپړ او کره معلوماتو په راټولیدو او کابل پروسې د نړیوال امن کانفرنس چه تر پنځوویشتو هیوادونو استازې به پکې ګډون وکړي په تیاریو بوخت وه، داسې انګیرل کیږي چه په شپږم جون کیدونکي کانفرنس کې به د تروریزم ملاتړي پاکستان خلاف کره اسناد ګډونوالو ته وړاندې کړي.
مدني فعالان پدې فکر وه چه څرنګه کولاې شي نوموړې خونړۍ پیښه او عامیلین یی وغندي او حکومت خپلې بې کفایتې ته متوجه کړي. پنجشنبې ورځ هم د پیښې ځایی کې سولیزه اعتراضیه غونډه وشوه چه مونږ هم پکې ګډون کړی وه. مګر د ستر مدني حرکت لپاره د جمعې ورځ وټاکل شوه. موقع پرستو او پردۍ اجنډا پلې کونکو ته هم د بادارانو له خوا د پلانونو پلي کیدو ښه موقع په ګوته شوه. د دوۍ شومو موخو په پوهیدو ځینو مدني فعالانو د جمع ورځ غونډې د لغوه کیدو اعلان وکړ.
سره د دې هم جمع ورځ سحر ځینو فعالانو او خواخوږو راټولیدو ته ترجیح ورکړه تر څو د ملت درد شریک او اواز اوچت کړي، دم ګړۍ لسګونه خشن خلک، تورو شیشو موټرو سره اسلحې په لاس، تنظیمی بیرغ او داسې بینرونه د ځان سره لیږدول چه د مشخصو (یو قوم ) اشخاصو انځورونو باندې کرښې کش شوې ساحې ته رارسیږي. څو دقیقې وروسته لطیف پدرام او امرالله صالح هم راپیدا کیږي، مدني فعالان کوشش کوي تر څو دوۍ قانع کړي چه دا مدني اعتراض نه باید سیاسی یا قومې حرکت شي مګر دوۍ د حکومت په پلوۍ تورنیږي ، رټل کیږي، خبره فزیکي برخودر او مرګ اخطارونو ته رسیږي.
پدې وخت کې ځینې نور کسان هم راپیداکیږي مرګ پر اشرف غني، مرګ پر حنیف اتمر، مرګ پر ستانکزي، مرګ پر کرزي، مرګ پر حکمتیار او بلاخره مرګ پر پشتون چغې وهي او وایی نن مو څوک مخه نه شي نیولاۍ، یا ارګ یا مرګ او پلویانو ته د اسلحې د چمتوکولو امر کوي.
د هڅو او مقاومت وروسته مدني فعالان پوهیږی چه دا یوه خطرناکه پلان شوې دسیسه ده هغوۍ ساحه ترک کوي.
لاریون کونکي د ورکړل شوي پروګرام له مخې د ارګ خواته حرکت کوي، ساتونکي دوۍ ته وریادوي چه نه شۍ کولاۍ د ښودل شوې ساحې مخکې لاړشۍ مګر معترضین هر څه بابیزه ګڼي او کوشش کوي ارګ ته ځان ورسوي. ساتونکي مجبوریږي د اوښکې بهونکي غاز او اوبو څخه استفاده وکړي تر څو لاریون کونکي منتشر کړي. مګر پولیس په ډبرو ویشتل کیږي او لاریون کونکي د مخکې تګ کوشش کوي. څرنګه چه PPP د اولسمشر ، وسلوالو ځواکونو د سراعلی قمندان د ساتلو دنده لري داسې معلومات ترلاسه کوي چه لاریون کونکي د هرې لارې استفاده کوي تر څو ارګ ته داخل شي، د لاریون کونکو بد نیت او ارادې ساتونکې مجبوروي چه هوایی ډزې وکړي چه د شاته تګ په وخت بې نظمۍ کې ځینې کسان ژوبل کیږي. داسې ویل کیږی د موقعې نه په استفاده د ورکول شوي پلان مطابق ځینې لاریون کونکي د بې اوازه تمانچې په واسطه د تنظیم کونکو له خوا ووژل کیږي تر څو دولت او ځواکونه بدنام او مقابل کې یی د خلکو احساسات راوپاروي.
په عین وخت کې لطیف پدرام، امرالله صالح، احمد ضیا مسعود او نور په خوندي ځایی کې راټولیږي او پلویانو ته د ټولنیزو رسنیو له لارې د تشدد نه کار اخیستو لارښونه کوي، او د موقت حکومت د جوړیدو په اړه خبر ورکوي، تر څنګ یی ځینې لنډه غر د غریبو هیوادوالو هټۍ چور کوي.
نو ایا د کابل خونړۍ پیښه حکومت کړې؟ ایا حکمتیار او کرزی د حکومت برخه ده؟ ایا ټول پښتون قوم کنځل درد دوا کوي؟ ایا د ارګ راپرځول روانې غمیزي ته د پایی ټکی ږدي؟ ایا پدې حرکت کې یی د پیښې عاملین او مرسته کونکې وغندل؟
نه ! مګر دا د لنډغرو لنډغریز حرکت وه، د دې پر ځایی چه پدې وخت کې د دردیدلې ملت او حکومت تر څنګ ودریږي پر ځایی یی د هیواد دشمنانو سره مرسته وکړه او د دولت هغه هڅې (چه د پیښې ترسره کونکي او مرسته کونکي نړۍ ته شرمنده کړي) پیکه کړې، د پیښې د قربانیانو په وینه یی سیاست وکړ او مدني حرکت نوم یی بدنام کړه.