د رغاند نور شعرونه پرلاندې پته ولولئ:
http://www.raghanad.blogfa.com/
زما دې سوال،عذر زارۍ له منځه لاړشي
ستا ارزښت دې د خولګۍ له منځه لاړشي
يادې ټول خلک کامياب شي خپل ارمان کې
يادې نور ټوله نړۍ له منځه لاړشي
زه به لاړ شم چې شړې مې خو يادساته
ستابه خوند دزندګۍ له منځه لاړشي
يوه ورځ به د خپل خوښې ژوند شروع کړم
يوه ورځ به هتکړۍ له منځه لاړشي
ستاناروغ ارمان به څوک رغوي وايه؟
که رغاند دې لېونۍ له منځه لاړشي
وروستي