
ستا په دربار کي څو وگړو ښې تحفې وړاندي کړې
زما ( عبرت ) دي په تحفه کښي وي دا سر درسره
شهيد عبرت
www.larawbar.com
د نوي افغانستان دجوړيدو د ۲۶۰ کاليزي د نړيوال جشن د نمانځلو پر مهال نن په جرمني کي د همدې ورځي په مناسبت د لر او بر ډاټ کام په نوم يوه نوې ويبپاڼه د دې تاريخي جشن او علمي څېړنغونډي مشرتابه پلاوي ، جوړونکو او برخه واله ته ډالۍ کيږي چي وروسته به د پوهانو ، عالمانو، ليکوالو او سلګونو تنو وطنپاله افغانانو په وړاندي د غونډي د مشرتابه پلاوي لخوا په رسمي ډول پرانستله سي .
دا ويبپاڼه به دلر او بر افغانستان د ورځنيو تودو خبرونو تر څنګ دډيورنډ د بدنامي کرښي په اړه په پرله پسې ډول علمي ليکني ، مرکې او بېلابېل معلومات خپروي ، دا ويبپاڼه دلر او بر افغان ولس د ژبي د پرمختګ او علمي کيدلو ، د پاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي .
د ډيورنډ د بدنامي کرښي پر دواړو خواو مېشت پښتون قام د يووالي او ددوی تر منځ د اړيکو ټينګول او پراختيا د لر اوبر ويبپاڼي اساسي هدف دئ .
په دې ويبپاڼه کي د لر او بر افغانستان د سيمو په باره کي د معلوماتو تر څنګ د عکسونو يو بډای البم ، ويډيوي کليپونو او راپورونو شتمن ارشيف جوړول په پام کي نيول سوي دي همدا ډول لر او بر ويبپاڼه د زيات شمېر شاعرانوشعرونه د هغوی په خپل ږغ کي خپروي ، سندريز ارشيف جوړوي او داسي نور .
د لر او بر افغانستان ويبپاڼه دټول لر او بر افغان ولس د پوهانو ، ليکوالو او مشرانو څخه هيله کوي چي د خپل ځوان ولس د پوهاوي ، پښتو ژبي او پښتون ولس د پرمختګ او لر او بر افغانستان د بيا يووالي او اتحاد په لاره کي له موږ څخه خپلي مشورې ، وړانديزونه او همکارۍ ونه سپموي .
لر او بر ويبپاڼه د نورو ټولو پښتو ويبپاڼو سره د ښه نيت او افغان ولس ته د خدمت پر اساس ګډ کار او همکاريو ته تياره ده .
په درناوي
د لر او بر ويبپاڼي د کارکوونکو استازئ
عبدالله احسان
اړيکي : larawbar.com@gmail.com