
روهي (نۍ/۲۱ د سلواغې)، د امريکا مشهور کمېډين لوبغاړي (راب ډیلاني) دوه کلن زوی هېنري، د دماغو د سرطان له امله مړ شو.
په لندن کې مېشت مشهور امريکايي کمېډين راب ډیلاني تېره ورځ په خپل فېسبوک ليکي وو، "زه نن ستاسو لپاره ډېر بد خبر لرم، زما دوه نيم کلن زوی هېنري د دماغو د سرطان له امله مړ شو، مونږ د نوموړي په لومړۍ کليزه کې پوه شو چې سرطان لري، وزن یې کمېدلو او استفراق به يې کولو."
راب ډیلاني خپل مړ شوي زوی ته پيغام کې لېکلي، "مننه هېنري، مننه ښايسته هېنري، تا چې څومره کولی شو وخت دې زمونږ سره تېر کړ، مونږ به تل ستا ياد کوو."
د راب ډیلاني د فېسبوک له لېکنې وروسته، د نوموړي سلګونه مېنوالو د کوچني ماشوم په مرګ ورسره غمشريکي کړي او درد يې و رسره شريک کړی.
راب ډیلاني مشهور امريکایی کامېډي لوبغاړی دی او اوس مهال په لندن کې اوسيږي.