د ژمي المپیک ۲۳ دور سیالۍ په جنوبي کوریا کې پيل شوې

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۲۱مه) د ژمني المپیک د نړۍ والو لوبو ۲۳دور تیره ورځ د جنوبي کوریا په پیونګ چانګ ولایت کې پیل شو.
د راپورنو له مخې، هلته د لوبو د پېل مراسمو ته تقریباً ۳۵زره کسان ورغلي وو.
د مراسمو تر پېل لنډ وخت مخکې، یوې منځګړې محکمې د ۴۵روسي وزرشکارانو عرض رد کړ چې په سیالیو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
د هغوی ترڅنګ د المپیک بېرغ د جنوبي کوریا یوې رضا کارې ولېږداوه.
ویل شوي، چې د شمالي کوریا د ولسمشر خور او د هغه هېواد د حکومت د تشریفاتو مشر هم جنوبي کوریا ته تللي دي.