آيا پوهيږئ چې د کرينه کپور لومړی نوم څه وو؟

روهي (پنځه نۍ/۱۹ د سلواغې)، د ټايمز اف اڼديا د وېب پاڼې د خبر له مخې، د بالېوډ سينما د مشهورې لوبغاړې کرينه کپور لومړی نوم (کرينه کپور) نه بلکې، سیدیما وو.
د وېب پاڼې د خبر له مخې، د سیدیما نوم په اوسنۍ کرينه کپور باندې د هغې نيکه راج کپور ايښی وو.

د کپور کورنۍ د رېشي کپور په لور باندې هم د ریدیما نوم ايښی وو، چې له سيديما سره په يو وزن ويل کيږي.
 
د کرينه کپور اوسنی، کرينه نوم، د هنديانو د آنا کارنینا په نوم له کتاب څخه اخېستل شوی، چې ورسته يې له سیدیما څخه کرينه جوړه کړه.

د کرينه کپور کورنۍ نوم يا تخلص کپور دی، چې سيف علي خان سره له واده وروسته د خان کلمه هم ورسره اضافه شوې ده.

د باليوډ سينما دغه مشهوره او بريالۍ لوبغاړې، اوس مهال په رسمي ډول د کرينه کپور خان په نوم ياديږي.