انټرنټ په نړۍ کې تر ټولو خوندي ټولنیزې شبکې کومې دي؟

که تاسې له پرمختللې نړۍ (انټرنټ) څخه ګټه اخلئ، دا مهمه ده چې باید لومړی په دې پوه شئ چې د انټرنټ  په نړۍ کې تر ټولو خوندي پېغام وړونکې شبکه کومه یوه ده؟ د انټرنیټ د تحلیل په برخه کې په تازه خپاره شوې راپورونو کې د Wats App شبکه په لومړي نمبر کې قرار لري او ټیلګراف بیا د نړۍ تر ټولو خوندي شبکه بلل شوې ده چې د خوندي پیغام رسونکو په لیست کې څلورم مقام لري.
 
۱: وټس اپ   (whatsApp)
د WhatsApp Messenger App په ۲۰۱۶م کال کې د نړۍ په کچه ترټولو مشهوره او پیاوړې شبکه ددې ادارې د مسؤلینو لخوا وپېژندل شوه. دا شبکه هم د لوړ امنیت څښتنه ده او ستاسو مالومات ترې په آسانۍ څوک نشي هیک کولی، ځکه چې دا (end-to-end encryption) د پرمختللي پایې څخه د کوډیزونشن کاروونکې تعقیبوي، ترڅو د کاروونکو او معلوماتو تر منځ تبادله په بشپړه توګه خوندي شي. ځينو راپورونو کې دا هم ویل شوي وو چې د دویو خصوصي او شخصي خبرې اترې به د نورو ادارو لخوا نه تعقبیږي.

۲سیګنال (Signal)
دا پیغامیزه شبکه چې په ۲۰۱۴م کال کې ایجاد شوې ده، په لنډ مهال کې یې د لوړ امنیت کچه ​​ترلاسه کړه، سره له دې چې په هغه وخت کې دې شبکه ښه شهرت هم نه درلودلو، مګر د سایبرسنیټ کارپوهانو دا شبکه ددې لپاره کاروله چې پیغامونه یې په خوندي توګه ساتل کېدل. ددې شبکې یوه ارزښتناکه ګټه دا وه چې د واټسایپ پیروي یې کوله او هیڅ ډول معلومات یې نه ذخیره کول.

۳جي ډیټا خوندي چیټ (G data secure chat)
دغه اپلیکشن چې په تازه ډول ایجاد شوی دی، په مفت ډول ټولو کارمندانو ته خدمات وړاندې کوي، ټاکل شوې ده چې ددې شبکې زیات اپ ډېټ اپلیکشنونه ایجاد شي، ځکه دا شبکه په پېغام رسولو کې ډېره محفوظه ده او د تبادلې مکالمې په بشپړ ډول خوندي ساتلی شي.

۴: تلگرام   (Telegram) 
د ټیلگرام پیغام اپلیکشن چې د تیرو دوو کلونو په اوږدو کې بې ساري مقبولیت درلودولو، د چټک رفتار ترڅنګ یو ښه امنیت هم لري.همداراز دغه شبکه د خوندي پېغامونو او مکالمو (secret chat)  ځانګړنې هم لري.

۵: سایلنس  (Silence)
د پېغام رسولو لپاره د Android له کمپنۍ یوې بلې رسنۍ د سایلنس (Silence) په نامه ده چې، د کاروونکو، شرکتونو او سازمانونو د شخصي معلوماتو د محافظې لپاره د خپلو مینوالو پر مخ وړاندې کړ. د اکونټ (کارن) خاوندانو  ته یې د فعالیت زمینه مساعده کړه او دا سیستم د یو پرمختللي او رمز داره (محفوظې) شبکې په نوم یادیږي.

۶: پرایویت ناو  (Pryvate Now)
دا پېغام وړونکې شبکه په ۲۰۱۵م کال کې طرحه شوه او په عمومي ډول د ټولو کارمندانو پر مخ یې خپل نشرات پېل کړل. په دې پېغام وړونکې شبکه کې غږیز او ویډوي کلېپونو هم شتون درلوده، دا چې دغه شبکه په عمومي ډول د ټولو کارمندانو لپاره د استفادې وړ وه، نو زیاتو کارمندانو به ترې ګټه اخیستله، خو د سوداګرو لپاره دا شبکه خورا ښه وه او خپلې سوداګریزې چارې به یې په ډېرې آسانۍ مخته وړلې؛ ځکه خو به یې کارمندان هم ترې ډېر خوښ برېښېدل.

۷: فیس بوک مسنجر
دا چې په فسبوک کې چټ (بنډار) پخوا ډېرې آسانتیاوې نه درولودلې، نو مارک زوګربرک (ددې شبکې  مؤسس) ورځ تر بلې په فسبوک د نویو تغیراتو په اړه خبراداری ورکړ چې د یو څه وخت وروسته به په فسبوک نوي تغیرات راوړي. نوموړی د یو څه وخت وروسته په دې وتوانېده چې فسبوک میسنجر چې د غږیزو، انځوریزو، ویډیوي، ډوکومینټ (اسنادو او دوسیو) او داسې نورو فایلونو د لېږد لپاره د فسبوک شبکې ته د میسنجر افشن ور علاوه کړ، نن ورځ په میلویونونه خلک د میسنجر څخه استفاده کوي او د هېواد ننه او بهر په امنیتي ډول خپلو بنډارونو ته دوام ورکوي.
ــــــــــــــــــــــــــــــ
پای