د ګوګل برېښنايي سپينه تخته اوس په اروپا کې

روهي (څلورنۍ/۱۸ د سلواغې)، ګوګل اعلان وکړ، چې له امريکا او کاناډا وروسته به بريښنايي سپينه تخته Jamboard اورپايي هېوادونو ته ولېږدوي.

د ګوګل برښنايي سپينه تحته چې د Jamboard په نوم ياديږي، تېر کال د مې په مياشت کې د لومړي ځل لپاره په امريکا او کاناډا کې وړاندې شوه، وروسته په انګلستان او اوس په اروپايي هېوادونو لکه جرمني، فرانسي، ډنمارک ناروې، سويډن، ايرلنډ او نور کې د ګوګل له لورې وړاندې کيږي.

راتلونکې مياشت به دغه Jamboard جم بورډ اروپايي هېوادونو ته په داسې ډول وړاندې شي، چې يوه نوې ځانګړنه هم په کې اضافه شوې ده، دغه ځانګړنه په لوموړيو وختونو په دې سپينه تخته کې نه وه.

د ګوګل دې دغه سپينې تختې يا Jamboard بيه ۴۹۹۹ امريکايي ډالر ټاکل شوې ده چې په کلني ډول به ۶۰۰ امريکايي ډالر فيس هم ګوګل ته ورکول کيږي.

د ګوګل سپنه تخته يا Jamboard بريښنايي تخته ده، چې په لمس يا ټچ ډول سره کار کوي، د وای فای اسانتياوې، کمره او نورې بريښاني ځانګړنې هم لري.