پاکستان پلوه ترکيي، د ابېشېکش بچن ټوېټر هک کړ

روهي (څلورنۍ/۱۸ د سلواغې)، د هند د بالېوډ سينما د مشهور لوبغاړي ابېشېک بچن د ټوېټر حساب د پاکستان پلوه ترکيي هکر په وسيله هک شوی دی.

د ترکيي هکرانو نوموړې ډلې ويلي، تر هغه چې د ټوټېر شبکه په ټولنيزو رسنيو کې زمونږ حسابونه بندوي، مونږ د نورو کسانو د ټوېټر اکونټونو د هک کولو کړنه جاري وساتو.

ابېشېک بچن د خپل ټوېټر اکونټ هک کول تائيد کړي او زياته کړې يې ده، چې په دې او ورته د خپلو ملګرو له لارې خبر ورکړل شو.

له ابېشېک بچن وړواندې د بالېوډ د سينما د بل لوبغاړي انوپم خر اکونټ هم د هکرانو په وسيله هک شوی وو او د نوموړي مهمو مالوماتو ته یې لاس رسی پيدا کړی وو.