(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۷مه) د افغان او زمبابوی کرېکټ لوبډلو ترمنځ په روانو لوبو کې دویمه شل اوریزه لوبه هم افغان لوبډلې وګټله.
په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه افغانستان وکړه، چې ۱۵۸منډې هدف وټاکه.
له افغان لوبډلې یو وار بیا محمد نبي ۴۵منډې جوړ کړ.
زمبابوی لوبډلې ونشو کولی چې یاد هدف پوره کړي.
سیاله لوبډله په ۱۴۱ منډې په شلو اورونو کې ترسره کړې، چې په ۱۹منډو ترې افغان لوبډلې سیالي خپله کړه.
دغه لوبه په متحده امارتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
زمبابوی کرېکټ لوبډله له افغانستان سره دوه شل اوریزې او پنځه یوه ورځینۍ لوبې لري.
وروستي