نا هیلې

اخ یې وکړ، د سپېره بوټي اغزن خلی یې د نوک او ورۍ تر منځ ننوت. د خسو پنډه یې وغورځوله، منډه یې کړه، له شلېدلي پلاستیکي بوټ د راوتلې پوندې لویه چاوده یې د انګړ له پستو خاورو ډکه شوه.

لس شېبې وروسته یې د لمدو اوړو کاسه د ټیټ خاورین دېوال پر سر کېښوده. له بنګړو ډکې لېچې را پورته شوې، خیرن خمیردان له ځای-ځای لوېدلي دېوال فنا شو.

نجلۍ په خوښۍ تاو شوه، کوټې ته ننوته؛ خو له کېناستو وړاندې یې په سپینه جنډه تړلی لاس د زړې کړکۍ پر چاک ښیښه کېښود، انګړ ته یې وکتل، په ناهیلي انداز یې شونډې پرانیستې: مورې که ته ژوندۍ وای؛ نو نن به مې اوړه د ګاونډي په تناره نه پخېدل.
پای