سلمان خان

روهي (درې نۍ/۱۷ د سلواغې)، د بالېوډ سېنما مشهور لوبغاړي سلمان خان خپل په خپل ټوټېتر تېره ورځ ولېکل، چې ما يوه جينۍ پيدا کړه (موجي لرکي مېل ګايي Mujhe ladki mil gayi). دغه ټيوټ د نوموړي مينوال حيران او په شک کې واچول.

د سلمان خان موخه له ياد سرليک څخه د نوموړي د نوي راتلونکې فېلم نوم دی، چې سلمان خان په خپل دويم ټېوټ کې واضح کړ.

د نوموړي د لومړي ټېوټ په لېدو د نوموړي مينوالو فکر وکړ، چې سلمان خان د ژوند ملګرې پيدا کړي او د منځني ژوند په درېيمه برخه کې به ورسره واده وکړي.

(یولیا وانتور) به بالېوډ سېنما کې په اوسني وخت کې مشهوره څېره ده، له سلمان خان سره نېږدې اړېکې لري او د سلمان خان په راتلونکي فېلم کې به ورسره کار وکړي.

که څه هم سلمان خان او یولیا وانتور د خپلې مينې د اړېکې په اړه تر اوسه څه نه دې ويلي، خو عامو خلکو ترمنځ د دوی اړيکې د ورځې خبرې دي.

سلمان خان له کټرېنا سره د فېلم په شوټينګ او یولیا وانتور د بالېوډ لپاره د خپلې نوې سندرې په ثبت بوخته ده، خو ځيني وخت دواړه په ټولنيزو رسنيو کې راښکاره شي.