چې دستار تړي هزار دي د دستار سړي په شمار دي که څه هم د لوی ملي زعیم میرویس نیکه په اړه به زما خبرې د تاریخونو په حواله يو څه تکراري وي ، خو زه غواړم دلته هغه خبرې ، چې د میرویس نیکه پر سیاسي نبوغ دلالت کوي راواخلم . ما ولې دا موضوع انتخاب کړه ؟ که څه هم په پرمخ تللې نړۍ او دموکراتیکو سیستمونو کې سیاست او سیاسي زعامت تر ډیره حده موسسه یي (Institutional) شوي او د انفرادي وړتیا رول تر پخوا راټیټ شوی او په همدې دلیل موږ تاسې ګورو، چې په پرمختللو هیوادونو کې د ټاکنو په نتیجه کې د اصلي سیالانو ترمنځ د رایو په فیصدۍ کې ډیر لږ توپیر وي . د دوی په بریالیتوب کې د انفرادي وړتیا او جذابیت ترڅنګ تر زیاتې اندازې انتخاباتي ټیم ، دانتخاباتي پانګې پیاوړتیا ، د ګوند سیاسي او اقتصادي پروګرامونه او يو شمېر نور لاملونه زیات اغیز لري . خو په افغانستان کې لا هم د سیاست دودیز بنسټونه پر ځای ولاړ دي ، دموکراسي لا به خاپوړو کې ده او د دموکراسۍ لپاره اړینې مدني ټولنې، موسسې او سیاسي ګوندونه منځته ندي راغلي او اوس هم د سیاسي زعامت لپاره په ټولنه کې انفرادي ځانګړنې او وړتیاوې ډیرې مطرح دي او د سیاسي زعیم تدبیر او درایت کولی شي د ټول هیواد پر برخلیک ټاکونکې اغیزه وکړي. خبره د ميرويس نيکه د سياسي نبوغ په اړه ده . پدې کې شک نشته ، چې میرویس نیکه د خپل درایت او تدبیر په مټ وکولای شول په بریالیتوب سره د خپل ولس لپاره خپلواکي ترلاسه کړي او د یوه خپلواکه دولت بنسټ کیږدي . لومړۍ به په لنډه توګه وګورو ، چې کوم لاملونه او تاريخي شرایط وو ، چې د میرویس نیکه له داعیې سره یې مرسته وکړه : ۱- بهرني عوامل: د شپاړسمې پیړۍ په پیل کې د هرات د تیموریانو تر نسکوریدو وروسته د افغانستان په ګاونډ کې درې پیاوړي سلطنتونه رامنځته شول ، په شمال کې پر ۱۵۰۰ م کال د محمد شیباني یا شیبک خان په مټ د شیبانیانو سلطنت، په لویدیځ کې پر ۱۵۰۲ م کال د شاه اسماعیل صفوي په مټ د صفویانو پیاوړی سلطنت او په ختیځ کې پر ۱۵۲۵ م کال د ظهیرالدین محمد بابر په هلو ځلو د ګورګانیانو یا مغولو پیاوړې امپراطوري رامنځته شول او څه باندې دوه پیړۍ یې افغانستان په خپلو کې سره وویشه . خو د اتلسمې پیړۍ په پیل کې درې واړه سلطنتونه له خپل برم او پخواني ځواک څخه راِغورځیدلي وو. کندهار هغه ښار و، چې څو ځله د هند او پارس ترمنځ لاس په لاس شو، خو له ۱۶۴۸ م راهیسې کابو۶۰ کاله د صفویانو تر ولکې لاندې راغلی و او د پارس نه بېلېدونکی ښار ګڼل کیده. د شاه حسین صفوي په وخت کې د پارس امپراتوري له کمزورۍ سره مخ شوه او یو شمیر مهم ښارونه یې له لاسه ووتل. په ګرجستان کې ګرګین ، چې "وختنګ" نومېده، بغاوت وکړ خو مات شو او اسلام یې ومانه. اصفهان ،ګرګین له ۲۰ زره پوځ سره کندهار ته واستاوه ، ځکه چې یو به دی له ګرجستان څخه لرې وي او د فساد موقع به نه مومي او بل به دده له لیاقت څخه د هند په وړاندې غوره ګټه واخیستل شي او کندهار به د هند له خطر څخه وساتل شي. ۲- کورني عوامل: میرخان یا میرویس نیکه د هوتکو د مشهور مشر ښالم خان زوی او د مور له خوا د توخیو د مشهور مشر سلطان ملخي توخي لمسی و، چې دا دواړه د غلجیو مشهور مشران تیر شوي. ددې ترڅنګ میرویس د سدوزو د مشهور خان جعفر خان له یوازینۍ پاتی لور خانزاده سره د هغې د مور په غوښتنه واده وکړ او په دې توګه دی د سدوزو زوم شو او د جعفرخان دارایي هم ورته ورسیده، چې وروسته میرویس د تجارت له لارې خپله پانګه نوره هم زیاته کړه او د سیمې دولتمن خان ترې جوړ شو. تجارت له ده سره دا مرسته هم وکړه چې د سيمې هېوادونه او د هغوی واکمنۍ له نږدې وپېژني ، د دوی له چارواکو سره آشنا شي او اړيکي ورسره ټينګې کړي . پدې توګه میرویس خان د پښتنو د دريومشهوروقبیلو خواخوږي او ملاتړ له ځان سره درلود . يو بل مهم لامل ، چې ميرويس نیکه يې د پښتنو د پیاوړي مشر په توګه مطرح کړ د کندهار د بیګلربیګي یعنې ګرګین له خوا د ابدالیانو ځپل و . ګرګين د هغوی پیاوړی مشر دولت خان ابدالي او دده دوه زامن نظرمحمدخان او رستم خان ووژل . د دولت خان دریم زوی زمانخان ابدالي، چې د احمدشاه بابا پلار دی، کرمان ته د بندي په توګه واستول شو. پدې توګه میرویس خان په ځوانه ځوانۍ کې د یوه غښتلي مشر په توګه میدان ته راووت او د ګرګین د ناز او شفقت تر سیوري لاندې د کندهار کلانترۍ ته ، چې د نن ورځې له ښاروالۍ سره معادل ده ، ورسید. اوس به وګورو، چې د میرویس نیکه د داعیې په وړاندې کومې ستونزې پرتې وې: - لومړی دا چې پښتانه یو ملت نه بلکې جلا جلا او تر زیاتې اندازې پخپلو کې د متخاصموقبیلو په توګه مطرح وو. ددوی پر کړو وړو باندې قبیلوي ذهنیت مسلط و او مسايل یوازې د قبیلوي ګټو پر بنسټ سنجول کیدل . غاصبو حکومتونو هم تل د پښتنو له همدې اختلاف څخه اعظمي ګټه پورته کوله، د بیلګې په توګه که مومندو او اپریدیو د مغولو په وړاندې بغاوت کاوه نو مغول پاچا به د هغوی په وړاندې خټک نازول او جاګیرونه یې ورکول او که خټکو به بغاوت وکړ د هغوی په وړاندې به یې یوسفزي خپل کړل. همداراز که صفوي پاچا به ابدالیان وځپل نو د دوی ځمکې او امتیازات به یې غلجو ته ورکړل او یا برعکس کله چې نادرشاه افشار کندهار ونیوه د غلجو ځمکې او امتیازات یې بيا ابدالیانو ته ورکړل . په دې توګه د پښتني قبیلو ترمنځ دښمنۍ نورې هم زیاتیدې او د لویو اهدافو لپاره د یووالي کار ستونزمن و. همدغه مهمه ستونزه وه، چې د روښانیانو، ایمل خان، خوشحال خان او دریاخان مبارزې یې له ناکامۍ سره مخ کړې او ځکه خو خوشحال بابا له ډېرو ستړو مبارزو وروسته داسې ارمان وکړ : هره چار د پښتانه تر مغول ښه ده اتفـــاق ورڅخـــه نشتـــه ډېر ارمــــان که توفیــق د اتفاق پښتانــه مومي زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان - دویمه ستونزه دا وه ، چې پښتانه عمدتاً د هند او پارس ترمنځ ویشل شوي او په پرله پسې توګه سره جلا ساتل شوي وو. میرویس نیکه کولی شول یوازې د کندهار، هرات او د فراه د شاوخوا پر پښتنو هغه هم له ابدالیانو پرته حساب وکړي، چې دا پخپله د صفوي امپراتورۍ په وړاندې لوی قوت نه شو ګڼل کیدای . ځکه وروستی ځل اورنګزیب له اویا زره پوځ سره پر کندهار بريد وکړخو بيا هم ونه توانید ، چې کندهار ونیسي. - درېیمه ستونزه دا وه، چې پښتنو اصلاً د یوه خپلواکه دولت په اړه فکر نه شو کولی او د خپلواکۍ فکر یې په سر کې نه ګرځیده. دوی یوازې دا زده کړي وو، چې د پارس یا هند یوه برخه اوسي، بغاوتونه د خپلواکۍ لپاره نه، بلکې د مالیې د ظالمانه حصول یا سیمه ییز استبداد په وړاندې ترسره کیدل . مسلمان پاچا ته د اولوالامر په سترګه کتل کیدل او په عقيدوي لحاظ بغاوت یو ناروا عمل ګڼل کیده . دوه پیړۍ د یوه دولت برخه اوسیدل همداسې مانا لري لکه نن ، چې کندهار د افغانستان یوه برخه ده. خو کوم لاملونه سبب شول ، چې میرویس خان د خلاصون او خپلواکۍ په فکر کې ولویږي؟ که د خوشحال بابا لپاره د اورنګزیب جېل د خپلواکۍ فکري سپرغۍ شوه او ددې سبب شو ، چې خوشحال بابا د افغان نشنلیزم مبتکر او بانی وګرځي ، میرویس نېکه برعکس د نورو مشرانو له ځپل کیدو څخه دا زده کړه وکړه . که څه هم میرویس نیکه شخصاً د ګرګین له خوا ډیر ونازول شو او د کندهار کلانتري ورکړل شوه ، خو د صفویانو شیعه استبداد، د ګرګین بې دریغه ظلم او تیري او د نورو مشرانو د ځپلو سبق دې ته اړیوست ، چې خپلې شخصي ګټې هیرې کړي او قومي ګټې دمخه کړي. د میرویس نیکه لومړنی اقدام دا و، چې د شاه حسین صفوي په نامه د یوې شکایتنامې په پای کې یې د لومړني شاکي په توګه لاسلیک وکړ. دغه شکایتنامه د یوه پلاوي له خوا صفوي دربار ته یوړل شوه ، خو څه اثر یې ونه کړ. ګرګین چې له موضوع څخه خبر شو، میرویس یې د نظربند په توګه اصفهان ته واستاوه او د اصفهان له دربار څخه یې دده د بندي ساتلو غوښتنه وکړه. زما په نظر په اصفهان کې د میرویس نیکه اصلي کارروایي پیل کیږي او دده سیاسي نبوغ په ځلیدو پیل کوي. هلته دده په سیاسي ژونداو فکرکې دوه مهم بدلونونه رامنځته کیږي، یو دا چې که تردې وخته میرویس غوښتل یوازې د ګرګین له شره خلاص شي او یا د صفویانو پر ځای د مغولو انقیاد ته غاړه کیږدي ، خو د صفوي دربار د کمزورتیا په لیدو سره د خپلواکۍ او د افغانانو د خپلواک دولت فکر ورسره پیدا شو. دویم ،که تردې دمه میرویس د خوشحال بابا د اخلاقي ایډیالونو پر بنسټ د افغانانو د مشرۍ دستار پر سر تړلی و او د خپلو لوړو اخلاقو او فضایلو له مخې یې د ولس احترام ترلاسه کړی و، نو دلته یې د ولس د خلاصون په موخه د غليم په وړاندې د ماکیاولي سپارښتنو ته غاړه کیښوده او هدف ته درسیدو په لار کې یې له چل، فریب، رشوت، تحفو، بدګومانۍ ایجادول او نفاق اچونې څخه په خلاص مټ استفاده پیل کړه ، البته دا پدې مانا نه ده ، چې ميرويس د خوشحال بابا ( دستارنامه ) يا د ماکياولي ( شهريار ) لوستي وو، بلکې دا د ده فطري استعداد و . میرویس پدې بریالی شو، چې د تحفو او رشوت په مرسته صفوي دربار ته لار پیدا کړي. ده په دربار کې موجود اختلاف او نفاق ډیر ژر درک کړ، له یوې خوا یې د دیوان بیګ د ډلې په وړاندې چې د ګرګین پلویان وو، ګرګین ډیر وستایه او هغه یې خپل ورور وباله او داسې تلقین یې ورکړ چې ګواکې د ګرګین شک پرده بیځایه دی ، خو له بلې خوا یې د ګرګین له مخالفې ډلې یعنې د اعتمادالدوله له ډلې سره لاس یو کړ او د هغوی ملاتړ یې ترلاسه کړ. میرویس که د خپلې شتمنۍ په زور او د تحفو په مرسته ځان تر یو ځایه رساوه، خو دده اصلي وسله دده اورنۍ ژبه ، فصیح کلام ، قوي منطق او اغیزناکه وینا وه . دا هغه وسله ده چې ډیر سیاستمداران یې د بریالیتوب ترلوړې پوړۍ رسولی دي. د بیلګې په توګه ډاکتر نجیب که ښه ویا بدزه پدې تبصره نه کوم ، خو دده د نطاقۍ او ویناوو زور دی ، چې نن یې عکسونه په کليزونو کې چاپیږي او ياپر موټرو نښلول کیږي . میرویس نیکه د خپلې ژبې او قوي منطق په مرسته بریالی شو، چې د دربار په اراکینو کې نفوذ وکړي ، هغوی تر خپل اغیز راولي، د ګرګین په اړه د دوی ذهن مسموم کړي او خپل بایللی اعتبار بیرته لاسته راولي. زما په اند میرویس نیکه په اصفهان کې د خپلواکۍ د حصول لپاره خپل ماسټر پلان طرحه کړ. ده په خپل ماسټرپلان کې غوښتل له یوې خوا د اصفهان له کورني نفاق، خپل منځی اختلافاتو او خرافي افکارو ګټه واخلي او له بلې خوا د افغانانو د ویښتیا لپاره د دوی له قومي غرور، پت پالنی ، سني آرونو او سني احساساتو څخه استفاده وکړي . خو باید ووایم، چې میرویس نیکه له سني احساساتو څخه یوازې د خپلواکۍ تر حصوله کار اخیستی، ده له دغو احساساتو څخه یوازې د شیعه استبداد په وړاندې استفاده کړې، خو خپله یې بیا هیڅکله سني تعصب ته لمن نه ده وهلې او تاریخ ثابتوي، چې وروسته د هوتکو له لښکرو سره هزاره ګان او امامي شیعه ګان هم د صفویانو په وړاندې مل شول. په هر حال ،که څه هم د میرویس د بیرته ستنیدو لپاره نسبي شرایط برابر شوي وو، خو ده د کور پر ځای د حج پر لوري مخه کړه . میرویس زده کړي و ، چې چیرته له صبر او زغم څخه او چیرته هم له بیړې څخه کار واخلي او څنګه له کومې موقع څخه استفاده وکړي . د حج په ترڅ کې میرویس نیکه له یوې خوا خپله فریضه ادا کړه او د خپلې داعیې لپاره یې د الله (ج) له درباره د توفیق او مرستې استدعا وکړه او بل یې د حجاز له دیني عالمانو او د حرمین شریفین له امامانو څخه د شیعه استبداد، ظالم پاچا او سیمه ییز ستمګار حکمران په وړاندې د جهاد او پاڅون فتوی ترلاسه کړه ، ځکه چې پښتنو صفوي پاچاته له ټول استبداد سره سره ، د اولوالامر په سترګه کتل او د هغې اطاعت ورته واجب ښکاریده. اصفهان ته په بیرته ستنیدو سره میرویس له یوې بلې پیښې څخه ډیره ګټه واخیسته . د یوه سیاستمدار کفایت او درایت په همدې کې وي ، چې څنګه موقع وپیژني او له هغې څخه ګټه واخلي . ځینې خو لا دا وایي، اصلي سیاستمدار هغه دی چې موقع هم په خپله ایجاد کړي . پېښه داسې وه ، چې د روس دربار اصفهان ته یو ارمنی الاصله سوداګر ، چې ځان يې د ارمنستان شهزاده باله د سفیر په توګه واستاوه . له ده سره یو زیات شمیرارمني سوداګر هم اصفهان ته راغلل. داسې ګونګسې خپری شوې، چې دا سړی غواړي ارمنستان له ایران څخه جلا کړي او په خپله د ارمنستان پاچا شي. میرویس نیکه له ارمنستان سره د ګرجستان خبره هم وتړله او د دربار ذهن ته یې داسې ورسوله ، چې د ګرګین د تره زوی د روس په دربار کې لوړ مقام لري . سفیر غواړي له ګرګین سره اړیکې ټینګې کړي اوارمنستان او ګرجستان دواړه آزاد کړي. که چېرې ګرګین په دې چار کې بریالی نه شي نو بیا به هڅه وکړي کندهار هند ته وسپاري . دغې خبرې د صفوي دربار پرذهنيت ډېر اغېزه وکړه ، د هغوی اندېښنه يې نوره هم زياته کړه او بالاخره اړ شول ، چې ميرويس نېکه د يوه مخلص خادم په توګه کندهار ته واستوي او دګرګين تر څنګ يې د کندهار د کلانتر او څارونکي په توګه وګوماري او که اړتيا وه نو د ګرګين ځای ناستی شي . پدې توګه ميرويس نېکه له يو شمېر سپارښتليکونو سره کندهار ته راستون شو . تر دې د مخه ، چې ميرويس د خپل ماسټر پلان پاتې برخه پلي کړي ، هڅه يې وکړه چې د ګرګين اعتماد ترلاسه کړي . ګرګين د ازمويښت په موخه د ده لور ، چې په ښايست کې ډېره مشهوره وه ، خپل زوی ته وغوښته . د ميرويس سياسي نبوغ بيا ځان ښکاره کړ ، د دې پر ځای چې له لنډ پارۍ او احساساتي غبرګون څخه کار واخلي او خپل لوی ارمان د احساساتو قرباني کړي ، ده له همدې موضوع څخه هم ډېره لويه ګټه واخېسته ، هغه يې د پاڅون پيلامه وګرځوله او لکه ماهر شطرنج باز رقيب ته يې په خپل چال کې مات ورکړ . ده په خپل کلي ، کوکران کې يوشمېر معتمد مشران راوغوښتل او له دوی سره يې خبره داسې شريکه کړه ، چې ګرګين د خپل زوی لپاره ترې غوښتي خپله لور د ده کورته واستوي . د ه عمدأ موضوع داسې طرحه کړه ، چې د پښتنو مشرانو د پت پالنې غرور او احساسات په جوش راولي . ټولو مشرانو په يوه سلا مخالفت وکړ ، دی يې د لور له استولو څخه منع کړ اوټولو د ښځو په طلاق د پاڅون لوړه وکړه . دلته ميرويس خان د دوی د ډاډ لپاره د اعتماد الدوله ليک ، چې ده پخپله جعل کړی و او په هغې کې له ګرګين څخه ناخوښي او له ميرويس څخه ملاتړ ښودل شوی و ، دوی ته ورښکاره کړ . د ګرګين تر وژلو وروسته ميرويس د همدې ليک په اړه خپلو خلکو ته صادقانه اعتراف وکړ ، چې دا جعلکاري يې يوازې د ولس د خلاصون په موخه روا ګڼلې وه . ما مخکې هم وويل ، چې ميرويس نېکه له خپل ولس سره د خوشال بابا د ايډيالونو پر بنسټ د دستار د يوه رښتيڼي سړي په توګه چلند کاوه او د ماکياولي سپارښتنې يې يوازې دغليم په وړاندې کارولې . لکه څنګه ، چې وويل شول مشرانو د پاڅون لوړه وکړه ، خو ميرويس د صبر غوښتنه وکړه او د مشرانو په مشوره يې د لور پر ځای خپله يوه مينځه د ګرګين زوی ته ورواده کړه او پدې چل يې د ګرګين اعتماد ترلاسه کړ . د پاڅون اصلي نقشه د مانجې په جرګه کې طرحه شوه ، دلته ميرويس نېکه له سياسي نبوغ سره خپل عسکري نبوغ هم مل کړ ، له يوې خوا يې د ګرګين يو شمېر لښکرې د بلوڅو ، بړېڅو او کاکړو په بغاوتونو کې بوخت وساتلې او له بلې خوا يې ګرګين د يوې مېلمستيا پرمهال په چل او نيرنګ وواژه ، د ده کالي يې پخپله واغوستل او له خپلو جنګيالیو سره د کندهار ښار ته ننووت او هغه يې ونيوه . د ښار تر نيولو وروسته يې پخپلې اورنۍ وينا سره افغانان د خپلواکۍ جګړې ته چمتو کړل ، دوی ته يې د حجاز د امامانو فتوا ورښکاره کړه او د دوی پاڅون ته يې د جهاد صبغه ورکړه . د کندهار تر نيولو وروسته ميرويس نېکه د خپل سياسی درايت له مخې ، له يوې خوا مغولي دربار ته د خپل ورور حاجي امکو په مشرۍ يو هيأت واستاوه او ديوه ليک په ترڅ کې يې مغولي پاچا ته د خپل ارادت او د ځينو په قول د انقياد ارده څرګنده کړه او پدې توګه يې د هند له لوري ځان خاطر جمع کړ . له بلې خوا يې د وخت د سپما په موخه د اصفهان دربار ته يو ليک واستاوه او داسې يې ورته ښکاره کړه ، چې پښتنو د ګرګين د ظلمونو په وړاندې پاڅون کړی خو له نېکه مرغه، چې دی( ميرويس ) يې خپل مشر ټاکلی او ډاډ يې ورکړی و ، چې دی به هڅه وکړي ولس په کرار کړي او د اصفهان انقياد ته غاړه کېږدي . دواړه ليکونه په رښتيا ګټور ثابت شول او له ميرويس سره يې د خپلواکۍ په حصول کې مرسته وکړه . مغول پاچا خو افغاني هيأت ته ډېر تود هرکلی ووايه او د اصفهان دربار هم دسمدستي بريد په اړه زړه نازړه شو ، دوه ځله يې د خبرو په موخه استازي راولېږل او کله چې نا هيلي شول بيا يې بريدونه پيل کړل . ميرويس نېکه تر خپلواکۍ وروسته نه غوښتل د نورو قومي مشرانو حسادت او ځان غوښتنه راوپاروي او په همدې دليل يې د پادشاهۍ له لقب څخه ډډه وکړه او لکه احمدشاه بابا هم ، چې وروسته د ده لار تعقيب کړه مشرانو ته يې داسې تلقين ورکاوه ، چې ګواکې دی د سيالانو تر منځ يو سيال دی او تل د دوی په خوښه او مشوره کار کوي . ښايي يو شمېر متأخرو زعيمانو هم هڅه کړې وي ، چې د خپل وخت له مطرح ذواتو سره ورته چلند وکړي ، خو يو رښتينی ليډراو سياستمدار بايد په دې پوه شي ، چې څوک رښتيني مشران دي او څوک کاذب او تپل شوي مشران ، څوک د دوی واکمني ټينګوی او څوک پدې هڅه کې دي ,چې هغه له پښو وغورځوي او منفوره يې کړي . بله دا چې ميرويس نېکه او احمدشاه بابا له مشرانو سره په سمبوليکه توګه مشوره کوله نه دا چې هر څه د دوی د مشورو قرباني کړي او خپله رأيه او تدبير د دوی د خوښې تابع وګرځوي . ميرويس نېکه او احمدشاه بابا که قومي مشران پر مشورو خوشحاله ساتل نو له بلې خوا يې ورځ په ورځ د پياوړي سلطنت لپاره لاره اواروله ،چې په پای کې د دوی زامنو وکولی شول د قومي مشرانو له اغېزو فارغه سلطنتونه رامنځته کړي . ميرويس نېکه دا زده و ، چې چېرته له زغم ، صبر او احتياط څخه کار واخلي او چېرته له قاطعيت ، بيړې او جرأت څخه ؛کله او پر کومو مسايلو معامله وکړي او کوم ارزښتونه بيا له معاملې پورته وګڼي ؛ له چاسره د ماکياولي له سپارښتنې سره سم له چل ، فرېب او حيلې څخه کار واخلي او له چا سره يوازې له صداقت ، اخلاص او زړه سواندۍ څخه ، له بده مرغه ځينی کسان له خپلو سره چل کوي او له پرديو سره اخلاص . ميرويس نېکه د خپل درايت ، تدبير ، فصيح کلام ، اورنۍ ژبې ، حميده اخلاقو ، زړه سواندۍ او اخلاص په مټ د سره متخاصموقبيلو ي مشرانو او خپل ولس ملاتړ ترلاسه کړ . زما په اند د با يزيد روښان ، خوشال بابا او اېمل خان مومند له مبارزو سره د ميرويس نيکه لوی توپير او د برياليتوب راز دادی ، چې ده د زور پر ځای پر سياست زياته تکيه وکړه او د سياسي تد بير له لارې يې د صفويانو دوه سوه کلنه واکمني راوپرځوله . ميرويس نېکه هغه رښتينی ملي اتل دی ، چې د خپل سياسي نبوغ په مټ يې د بهرنيو ځواکونو واکمني پای ته ورسوله ، هم يې بهرني ځواکونه له خپلې خاورې وايستل او هم يې د يوه خپلواک دولت بنسټ کېښود او پدې توګه يې د افغانانو تر منځ د نېکه لقب ترلاسه کړ . د نېکه لقب ده ته د کوم رسمی فرمان يا کوم ځانګړي مصلحت ، فرمايش او سليقې په اساس نه ، بلکې د ولس له زړونو راوتلی دی . له ډېر پخوا څخه دی دولس تر منځ د حاجي ميرخان نېکه په نامه يادېده او مقبره يې د عام او خاص زيارتګاه ګرځېدلې.
وروستي