
هنګري وال سندرغاړي رزو سرس(RezsőSeress) په ۱۹۳۳ کال کې چې معشوقي یې دده د غریبې په خاطر ترې جلا شوه. سرس په همهغه شپه د خپلې مینې په یاد کې غمجنې یکشنبې (Gloomy Sunday) په نوم شعر ولیکل، او د پیانو له غږولو سره ثبت کړ، ډیرو کسانو یې له اوریدلو وروسته خودکشي وکړه.
په ۱۹۳۵ کال کې د هنګري یو بل مشوره سندغاړي (پال کالمر) په خپل غږ دا سندره ثبت کړه، له دی وروسته خودکشي نوره هم زیاته سوه.
د پولیسو له یو کال څیړنو وروسته دا معلومه سوه، چې ټولو هغه کسانو چې خودکشي کړي، مخکې یې د غمجنې یکشنبې (Gloomy Sunday) شعر لوستی وو، یایې دا سندره اوریدلي.
ټولو دغو کسانو چې ددي سندري نه وروسته یې خودکشي کړي، زیاتو یې په مینه کې ماتي خوړولې وه، د وصیت نامي په ځایې ددي شعر (Gloomy Sunday) بیتونه لیکلي وو، یا به یې په لاس کې نیولی و یا به یې په جیب کې وو.
څه وخت وروسته یوې څلورلس کلنې انجلۍ خوده کشي وکړه، چې د یکشنبې خواشني څو بیته ورسره پیدا سو، خو ټولو شاهدانو دا ویل چې دي انجلي عاطفی اړیکه نه درلوده.
یو ځوان د ایټالیې په روم ښار کې چې د یکشنبې غمجني سندره (چې دا وخت ډیره مشوره هم وه) له اوریدلو وروسته، له مور او پلار څخه جلا سو، بایسکل د سیند غاړی ته ودرول، پیسې له جیب راویستې او باد یې کړې، بیا ځان سیند ته واچول. له دې وروسته پلټوونکو ډیر داسې جسدونه له سیند نه راویستل چې لاس یا جیب کې د یکشنبې غمیزئ بیتونه وو.
ددي سندرې له مشهوریدو وروسته په اورپا کې ځان وژنه یا خودکشي زیاته سوه. دا شعر انګلیسې او نور ژبو ته وژباړل سو، ډیری کسانو چې به خودکشي کړه ددي شعر بیتونه به ورسره وو، او دا به یې هم لیکلي، چې کله مې جنازه خاروي ته سپاري د یکشنبی غمجني سندره راته وغږوي.
په دوه مختلفو ښارونو کې دوه ځوانان (حتا یو بل یې نه پیژندل) د موسیقي ډلو ته ویلي وو ،چې د غمجنې یکشنبې سندره ورته وغږوي، له اوریدو وروسته یې ځانونه زربه کړي وو، داسې نورې ډیرې عجیبې پیښې وموندل سوې، چې د یکشنبې غمجني له اوریدو وروسته یې ځانونه وژلي وو، حتا یو ۸۰ کلن سپین ږیري سړي ځان له ۱۷ منزله ودانۍ څخه را خطا کړ، او مړ شو. عینې شاهدانو ویل چې د بام له سره چې ځان یې خطا کول او ترڅو چې په ځمکه یې سر لګیدو د غمجنې یکشنبې بیتونه یې زمزمه کول، په داسې حال کې چې دا سپین ږیری هیڅ وخت عاشق سوي نه وي.
دا ډول خودکشۍ د ورځپاڼو د سر خبرونو وو، له دې وروسته په هنګري، امریکا او نور هیوادونو کې ددي سندرې په اوریدو بندیز ولګیدو، حتا په بي بي سي کې له ۶۶ کالو را به دیخوا یې په خپرولو بندیز لګیدلی.
د خواشینې یکشنبې سندره اوس هم په نړۍ کې په سلګونه میلیونه مینوال لري. ددې سندري اصلی بڼه چې په هنګري ژبه ده، په یوټوب کې په میلیونو خلکو لیدلی او په انګلیسي بڼه یې په لسګونو میلیونو خلکو اوریدلي.
زه هم کله کله ددی شعر بیتونه لولم او سندره یې اورم نه پوهیږم ولي؟، انسان ډیر اموشنل یا احساساتي کوي، لمړی دي فکر، خیال او خاطرو ته وړي، او په وروستیو کې انسان ډیر احساساتي کوي چې تصمیم ونیسي یو کړنه ترسره کړي.
د یکشنبې غمجنې د شعر د یو منځني بیت ژباړه که څه هم اصلي احساسات او مفهوم به ممکن دلته نه وي:
د یکشنبه او سوری یې ټول غمجني ده، ما ټول په ځان تیر کړل
ما او زړه مې نور تصمیم نیولي، چې نور هرڅه تمام کړو
ددي سندري اصلي بڼه په ۱۹۳۳ کال کې ثبت سوي: https://youtu.be/55FP1LfkkVQ
د غمجني یکشنبي د سندرې انګلیسی بڼه: https://youtu.be/KUCyjDOlnPU
بلاخره په ۱۹۶۸ کال کې رزو سرس چې ۶۹ کلن وو، د کور له کړکنې نه ځان راوچول خو ژوندي پاته سو، وروسته یې په روغتون کې ځان د برښنا په سیم مړ کړ.
د رزو سرس د مرګ په سبا نیویارک ټایمز ورځ پاڼې ولیکل: تیره ورځ د مشهوره سندرې غمجنې یکشنبې (Gloomy Sunday) جوړونکي رزو سرس خپل ځان ووژلو، ځکه پرون یکشنبه وه.