پښتو او آنلاین نړۍ

په انټرنیټ او د ټکنالوجي نړۍ کې پښتو ډیره خواره ده،  ویکيپیډیا چې تر ۵۵ میلیونه زیاتي مقالې لري خو د پښتو برخه پکې 0.02% ده، په سرچ انجینونو کې یې برخه تر 0.05% کمه ده. همداسې په نورو سافټویرونو او آنلاین نړۍ کې... 

خو په ټوله نړې کې د پښتنو شمیر له شپیتو تر اوویا(۶۰-۷۰) میلیونه دی. 
ډیری هغه ملګري چې د ګوګل ژباړه، فېسبوک او یا نورو پلټفورمونو په ژباړه کې  یې برخه اخیستي نو هر وخت ورته معلومیږي چې ددي ژباړه څو زره یا څو لکه ځلو ترې ګټه اخیستل سوي او اوس ټول خلک ډیری شیان آنلاین ګوري، آنلاین یې ژباړي او یایي چک کوي.

یوازې ۸ میلیونه خلک په افغانستان کې انټرنیټ کاروي او میلیونه پښتانه له افغانستان څخه دباندې انټرنیټ کاروي، نو ښه ده د کتابونو تر ژباړه آنلاین ژباړې او په ډيری پلټفورمونو کې د پښتو په وده او غني کولو فکر وکړو ځکه دا ژباړه ممکن میلیونه کسان نن یا په راتلوونکي وکاروي او هم هر څوک ورته لاس رسی موندلای سي خو د یو کتاب ژباړه او چاپولو ته ممکن زر او یا څو زره کسان لاسرسي ولري. 

دوهم: ښه داده که لیکنې کوو نو لږ یې سمي او منظمي وکړو او ویب سایټونو کې یې له ټګونو سره شیر کړو چې کله دا موضوع نور پلټي نو سرچ انجینونه لکه ګوګل او نورو یې ورته وښيي.

دريېم: هیله ده ژورنالیستان،خبریالان او نور د رسنیو کارکوونکي چې کله غږیزه یا ویډیویي مرکه کوي نو متن دي هم ولیکي او په ویب سايټ کې دي خپور کړي چې د ویډيويي محتوا ترڅنګ متن هم غني سي.

څلورم: هر آپ یا سیسټم چې کاروئ نو د ژبې برخه هم لري نو که پښتو نه لري خو په ژباړې کې همکاري وکړي یا که غلط وه نو په سمونه کې یې همکاري وکړي دا آسانه ده هغوی یو فورم لري یا درکوي چې یو طرف هغه ژبه بل طرف ته یې باید پښتو لغاتونه وژباړو.
پنځم او شپږم او اووم...

هیله ده زموږ مورنۍ ژبه هم لکه د نورو ژبو غوندې غني او ددې پیړۍ ژبه سي.