ویکیپیډیا (Wikipedia) شل کلنه سوه خو موږ سره څه مرسته کوي؟

ویکیپیډیا د نړۍ مشهوره او لوی آنلاین دایرهٌ المعارف دی چې میلیونه کسان له ټولې نړۍ څخه په داوطلب ډول کار پرې کوي،  په ۲۰۰۱ م کال جنوری کې د جمی ویلیز  او لیرې سنګر له خوا یې بنسټ کیښودل سوو. 

ویکیپیډیا په لمړیو کې نوپيډیا آنلاین دایرت المعارف وو چې د انګلیسې ژبې لپاره وو خو ویکيپیډیا تر اوښتو وروسته یې لیدلوری دادی چې بي طرفه او کره به وي ترڅنګ هرڅوک لیکل او آیډیټ کولای سي. تراوسه ۲۵ میلیونه کسانو ویکیپیډیا ته لیکنې کړي، ۹۳ میلیونه راجسټر شوی کارونکي لري خو ددې لپاره چې خلک ناسم او غلط معلومات نشر نکړی نو ویکیپیډا ۴۰۰۰ په شاخوا کې ټیم لري چې غلط معلومات اصلاح کوي او ریفرنسونه او نور اړخونه چک کوي چې یوازې د انګلیسې ژبې لپاره ۱۱۴۵رسمي ایډیټران او مدیران لري، د فارسي ژبې لپاره ایډیټران د ۲۰۰ په شاوخوا کې دي.

یوه نړیواله د باور وړ سرچینه ده حتا که تاسو غواړي د فېسبوک اکوونټ مو هم ویریفای کړي نو باید په ویکیپیډیا ستاسو ژوندلیک وي او باوري سرچینې یي تایید کړي. 

تر اوسه د پښتو په شمول په ۳۱۷ ژبو ۵۵ میلیونه مقالې  خپرې کړي یعنې محتوا له بریتانیکا څخه ۱۶۰۰۰ ځله زیاته ده.  تر ټولو زیاتې مقالې په انګلیسې ژبه دي چې شمیر له شپږ میلیونه او دوه سوه زره اوړي. فارسي ژبه په اتلسم مقام کې د مقالو شمیر یي  تر ۵۰۰۰۰۰ اوړي او د پښتو ژبې د مقالو شمیر ۱۱۵۰۰ ته رسیږي، کشمیري ژبې د مقالو شمیر شاوخوا سل دي.

سرورونه یې په فلوریډا او امسټرډام کې دي، په php ژبه کې جوړه سوې د انډروید او ای او ایس لپاره اپلیکیشنونه هم لري. ویکیپیډا د نړۍ په ۱۵ ټاپو ویبسایټونو کې راځي چې اعلانات نه لري، خوندي شخصي حریم لري، مالکیت او چارې یې په ویکېمیډا خیریه موسسه پورې اړه لري خو میلیونه کسان په لیکلو او کره کولو کې ورسره مرسته کوي. 

تر اوسه ۲۲ میلیارده پاڼې لوستل سوي چې دری میلیارده پاڼې په متحده آیالاتو کې،یو میلیارده په جاپان کې،یو میلیارد پاڼې په جرمني کې، د چین، ترکیې او ځینو نورو هیوادونو له خوا یي مقالي او محتوا سانسور کیږي او کله کله بندیږي، همدا اوس هم له چین او ترکيې سره په خبرو بوخت دي.