د رغاند د نورو شعرونو پته:
http://raghanad.blogfa.com/
نړۍ!رېښتياوايه ،وضعيت دې درته څنګه ښکاري؟
نړۍ!رېښتياوايه چې نور په ختميدو نه ارزې؟
نړۍ!ښکلا،خلک،الفت دې درته څنګه ښکاري؟
نړۍ!له دې ژونده پوره په ورانيدو نه ارزې؟
نړۍ!زمانړۍ،د هرانسان او ټولو نړۍ!
ته بايد وای د ګلابونو او غاټولو نړۍ
تاکې جګړه،ژړا،نفرت او غوغابده ښکاري
ته بايد شې د ترنم او سندربولو نړۍ
ته خپل ارمان ته د انسان د رسيدو ډګر يې
ته په مانا کې د نفرت د ورکېدو ډګر يې
ته د وحشت پر اور د عشق د شينديدو ډګريې
پرخپلو پښو د هر يو چا د ودريدو ډګر يې
خو!نړۍ داسې نه ده،ته د څو زردارو سيمه!
تاکې احساس،عشق او ارمان د له منځه تلو حال کې دي
تاکې زمالپاره ځای د اوسيدو نه ښکاري
په تاکې نښې د جانان د له منځه تلو حال کې دي
په تاکې ستا د نامه اړوند معيارونه واړه
لکه څوڅاڅکي د باران د له منځه تلوحال کې دي
دا ستاد غېږې هاحقداران او مناسب انسانان
لکه بد نومي حيوانان د له منځه تلو حال کې دي
ستاپرښايست واکمني اوس ده د بدرنګو لاس کې
دا ستاوجود له هرې غاړې نه تر ګواښ لاندې ده
ستا د نيازبينو د وجود هره يوه برخه چې ده
د يوه ظالم ښامار تر سيوري او تر غاښ لاندې ده
هغوی چې ستاپه ارزښت پوه دي او تادنګه غواړي
د هغو زړونه په خدای ستاله زندګۍ نه توردي
منم څه خلک به دې داژوند ګټور ګڼي خو!
د ډېرو زړونه د انسان له بندګۍ نه توردي
نو نړۍ! داسې چې ده او دا چې د زغملو نه ده
نړۍ چې ستاڅېره په دې شان د ليدلو نه ده
بيازندګي درکې بېخي د تېرولو نه ده
بيادې دعاخطاهسې د نړيدلو نه ده
نړۍ که دامنې نو پرېږده چې داووايمه
خدايه! خندا ولې راکمه او ژړاډېره ده؟
که خپه کېږې نه نو موږ درڅخه مرګ غواړو نور
زياتې شپېلۍ د اسرافيل ته مو اړتياډېره ده
هسې هم چاودنې هره ورځ زرګونه خلک وژني
هسې هم مرګ،ژوبله په بمبار کې هره ورځ پېښيږي
هسې هم د ستونزو د حل لارې مو له منځه لاړدي
اويوه پېښه هره لار کې هره ورځ پېښيږي
نونړۍ ونړوه،ورانه او ويجاړه يې کړه
سرنه ترپايه کنډواله يې کړه او شاړه يې کړه
پر موږ يې ډېر د خپل مرګ ډوله ژوند احسان کړی دی
ته پرې قيامت راوله، خلاصه له دې وياړه يې کړه
وروستي