د افغان او  زمبابوی کرېکټ لوبډلو ترمنځ لومړی شل اوریزه لوبه  افغان لوبډلې وګټله

د افغانستان او زمبابوی کرېکټ لوبډلو ترمنځ په لومړی شل اوریزه لوبه کې زمبابوی ۱۲۱ منډې هدف وټاکه، چې  افغان کرېکټ لوبډلې په ۱۵ اورونو کې پوره کړل.
په دغه لوبه کې راشد ارمان د زمبابوی لوبډلې درې وېکټې واخیستې.
افغان لوبډلې تکړه لوبغاړي محمد نبي ۴۰ منډې په ۲۷بالونو جوړې کړي.
دغه لوبه په متحده امارتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
زمبابوی کرېکټ لوبډله له افغانستان سره دوه شل اوریزې او پنځه یوه ورځینۍ لوبې لري.
دغه لوبې د پنځوس اوریزو لوبو د چمتووالي لپاره ترسره کېږي.