کرينه کپور خان وزن کم کړی او دوه لسيزې به نور هم په فېلم کې کار وکړي

روهي (دوه نۍ/۱۶ د سلواغې)، د هند د بالېوډ سينما نامتو لوبغاړې کرينه کپور خان د زوی له پېدا کېدو وروسته وزن کم کړی او غواړي چې د راتلونکو دوو لسيزو لپاره په بالېوډ سېنما کې کار وکړي.

آغلې خان وايي، "اتلس کاله کيږي، چې د فېلم په صنعت کې په پرله پسې ډول کار کوم، دا زما لپاره د وياړ خبره ده، غواړو چې د راتلونکو دوو لسيزو لپاره نور هم په بالېوډ سېنما کې کار وکړم."

کله چې کرينه کپور په ۲۰۱۶ کال کې له سيف علي خان سره واده وکړ، نو کرينه کپور خان په فېلم کې کار د يو وخت لپاره وځنډو. سيف علي خان او کرينه کپور خان اوس د تيمور په نوم يو زوی هم لري.
 
کرينه کپور خان په ۲۰۰۰ زېږديز کال کې د هند بالېوډ سېنما ته راغلي او تر اوسه يې په ډېره بريالۍ توګه فېلمونه وړاندې کړې دي؛ باډي ګارډ، کبي خوشي - کبي غم، تلاش، بجرنګي بهای جان، تري اېډېټ او داسې نور يې نامتو فېلمونه دي.