د نيپال ۱۷ کلن ليګ سپنر سنديپ لاميچاني ۲۰۱۸ کال اي پي ايل ته انتخاب د نيپال په کرکټ کې د ښاپيريو داستان شو.
دوه کاله مخکې هغه چا پيژندلو هم نه، ولې په لږ وخت يې دومره پرمختګ وکړ، چې د ملي لوبډلې غړى شو، د ۱۹ کلنو کپتاني يې وکړه ،د هانګ کانګ په تجارتي لوبو کې ولوبيد، هلته يې د استراليا له پخواني لوبډلمشر مايکل کلارک سره وليدل اوس ورسره کلارک په هره برخه کې مرسته کوي.
هغه داځل "ديلي ډيرډيول" د ۲۰۱۸ کال اي پي ايل لپاره د خپلې لوبډلې په سکواډ کې ځاى کړ
سنديپ تير کال د ۱۹ کلنو په نړيوال جام کې د ايرلينډ په وړاندې هيټ ټرک هم کړى وو، چې دغه کارنامه تر ده وړاندې دده په همزولو کې يواځې ۵ کسانو تر سره کړې وه.
سنديپ په لږ وخت کې د کوچني اتل او د نيپال شين وارن القاب ګټلي دي.
دغه ليګ بريک ګوګلي خاصيت لرونکي بالر رکې پونټينګ هم ډير متاثر کړى
په دغه هيواد(نيپال) کې هم کرکټ د ځوانانو د خوښې لوبه ده.
اي پي ايل ته د سنديپ په انتخاب د دغه هيواد په سوشل ميډيا ډيرې خبرې روانې دي، ځوانان يې يو بل ته مبارکۍ ورکوي، سنديپ ته د ښې وړتيا دعاګانې کوي او له ديلي لوبډلې څخه مننه کوي
تردې پورې چې د نيپال وزيراعظم (شيربهادرډيوبا) هم په خپل ټويټر ليکلي "سنديپ مبارک شه! نه يواځې زه بلکې تمام نيپاليان پر تا فخر کوي_خداى دې وکړي چې راتلونكى سفر دې هم خوندور وي."
د سنديپ لاميچاني د کاميابۍ دغه خبر په داسې حال کې خپريږي چې د نيپال د کرکټ ملي اتحاديه د اي سي سي لخوا له بنديز سره مخ ده ډوميسټيک کرکټ يي له تيرو 2 کلو څخه په ټپه ولاړ دى.
په همداسې حال کې د سنديپ دغه خبر د نيپال د کرکټ مينوالو ته د دتازه هوا په شان دى، د کرکټ کارکونکي يي داسې ګڼي چې دې سره به د نيپال په کرکټ کې تبديلي راشي.
د ملي لوبډلې پخوانى روزونکى راجو باسنيت وايي سنديپ يواځې يو مثال دى، دې نه معلوميږي چې نيپال کې نور هم داسې لوبغاړي شته چې ښه وړتيا لري له دې سره به په نورو ځوانانو کې هم جزبه رابيداره شي.
وروستي