نن فېسبوک ۱۴کلن شو

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۶مه) د ټولنیزو رسنیو ترمنځ فېسبوك نن ۱۴کلن شو.
دغه رسنۍ د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې سلګونه ميليونه غړي لري.
په امريکا کې د هارورډ پوهنتون یو تن ۱۹ کلن محصل ښاغلی مارک زوګېربېرګ له ننه ۱۴ کاله مخکې په نړۍ کې د ټولنيزو رسنيو په برخه کې د يو نوښټ رامنځته کړ.
هغه ویلي، چې اوږده دغه موده د سترګو په رپ کې تېره شوه او لا يې هم په وړاندې ډېر کارونه پراته دي، چې دې نړۍ ته نور څه وکړي.
هغه وايی، دی له په دې فکر کې دی، چې څنګه نړۍ نوره هم سره نږدې كړي او ويې نښلوي.
ښآغلي مارګ زیاته کړې؛ کله يې چې فېسبوک پيل کړ، د يو ستر شرکت د جوړولو او چلولو فکر يې په ذهن کې نه و.
تر دا مهاله، په نړۍ کې نږدې دوه ميليارده خلک فېسبوک کاروي، چې شاوخوا څلور ميليونه يې په افغانستان کې دي.