ته هـــــــــــــادي يـــــــــې ای خالــــــــــقه د هــــــــر چا
هـــــــم مالـــــــک د يوم الـــــــدين يــــــې د ســــــزا
تا دنـــــــــــيا په شپـــــــږو ورځـــــو اراســـــــته کړه
بل ښــــــــايســـــــته دې په بـــــــــشر کړه دا دنـــــيا
چا چې ســــــــتا په لياره تـــــګ د نيکــــــۍ کړی
هغـــــــه مــــــــوندې د نيکــــــــۍ نښــــــان اعلــــی
ســــــــتا ثــنا له هر څــــــه پـــــورته دی خــــــاونده!
بشــــــر نشـــــــي کــــــــــړای د تا حمـــــــد او ثــــــنا
د ګناه پيـــــټې مــــــې دروند دی لويه خــــــدايه!
د تا فـــــضـــــل ته همـــــــــيش يــــــم پــــــه رجــــــــا
نشـــــته ســتا په خـــــدايي کـــــې بــل شــــــــريک
ته واحــــــد او لاشــــــريک يې يــــــــــک تنــــــــها
((څاپی)) ناست چې په دعا دی سـتا په وړاندې
خــــدايه! ته يـې خــــپل مــــــطلب کړې ورعــــــطا
وروستي