(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۵مه) له نېټې سره سم، سبا په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زېمبابوې کرېکټ لوبډلو ترمنځ د دوو شل اوریزو او پنځو يو ورځنیو لوبو لړۍ پيل کېږي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ مرستیال ویاند شرف الدین شاکر ویلي؛ افغان لوبډلې د دغو سیالیو لپاره ښه تمرینات کړي او د زېمبابوې په وړاندې روانو سیالیو ته پوره چمتو دي.
د روانو لوبو لړۍ سبا پیلېږي او د فیبروري میاشتې تر ۱۹ نېټې پورې دوام کوي.
د د دوو شل اوریزو او پنځو يو ورځنیو لوبو د دغه لړۍ هدف پنځوس اوریز نړیوال جام غوراوي لوبو ته چمتو کېدل دي چې د دغې لوبېزې لړۍ په پای ته رسېدو سره جوختې پیلېږي.
وروستي