د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډلې له اردن څخه ماتې خوړلې

روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواغې۱۵مه) د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډلې د اردن له ښځینه لوبډلې څخه ماته خوړلې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي، د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډله د دوو دوستانه سیالیو لپاره اردون تللې چې لومړۍ لوبه یې د ۵ د صفر په پایلې سره بایللې ده.
د دغه فدراسیون معلوماتو له مخېو په افغان ۲۵ کسیزه ښځینه فوټبال ملي لوبډله کې ۱۳ لوبغاړې د افغانستان او ۱۲ نور د اروپا او امریکا څخه غوره شوي دي.
د افغان فوټبال فدراسیون د رسنیو د څانګې غړی شمس امیني وايي، د دغو دوستانو سیالیو هدف د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ظرفیت لوړول دي.
ټاکل شوې چې د دواړو ښځینه لوبډلو ترمنځ دوهمه لوبه د فبرورۍ په ۵ مه د اردن په کوربه توب ترسره شي.