غزل

څوک چې ستا د ګرانې ميـــنې طلــــــبګار دی
هغــــــه کلـــــــــــه له غــمونــــــــــــو نه وزګار دی
ستا سېنګار زما په ســــــــــترګو کښې غړيړي
چـــــــې په کوم لــــــــورې زه ګــــورم بهــــــار دی
د منــصور خو هسې نوم دی په دنيا کــــــــښې
که يقيــــن دې شي نو هر عاشــــــــق په دار دی
خندوي،تغــــير وي چـــې مــــې ســـــتا ميـــــنه
بس هم دغـــــــه مـــــــې خزان او هم بهــــــار دی
دا رقيب دې څه په مخکښې مخکښې کيږي
بـــــــــس د ســـــتا را باندې هر منــــت ګزار دی
که دې يــــار له ســـــــترګــــو ووتــــــــو خاطــــره
خـــــــپل غزل مخـــــــــې ته ونيــــــسه دا يار دی