راشــــه په کوڅو کې د جـــرګو خـــبرې نشـــي
چېرته چې په مونږ کڼې د پردو خـبرې نـــشي
ياره ستا د هجر اوږدو شپو شوګيره کړی يم
ګوره چې مــې اوس په اســوېلو خــبرې نشي
ډېرو شـــپو له راشـــه چې د يــو بل نه خبر شو
ياره په يـــوه شـــپه د ډېرو شـــپو خبرې نشـي
زه او ته چې اووينــو له ورايه ســـره پوه شـــو
چا وې چې په سترګو کې د زړو خبرې نشـي
خدای خبـر خـاطره زه بيا چرته ته بــيا چــرته
پرېږده اوس په تلو کــې د راتلو خبرې نشــي
وروستي