(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،سلواِې۱۲مه ) د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې په ۲۰۱۸ میلادي کال نړۍوال جام سیالیو کې د لومړي ځل لپاره څلورم مقام وګاټه.
د راپورو پر بنسټ دا سیالۍ د جنوري په ۱۳مه نیټه په نیوزیلنډ کې د ۱۶ هېوادونو ترمنځ پیل شوې وې چی ټولې لوبډلې په څلورو ګروپونو ویشل شوې وې.
د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې د دغو سیالیو په ډي ګروپ کې ځای درلود او د ګروپ پیاوړو لوبډلو پاکستان او سریلانکا ته یی په ستر توپیر ماتې ورکولو سره د دې جام منځلوبې ته لار پیدا کړه.
افغانستان په منځلوبه کې له کوربه هېواد نیوزیلنډ سره مخامخ شو، چې دا بریا یې هم خپله کړه.
بل خوا په نیمه پایلوبې کې یې له استرالیا څخه ماتې وخوړه او د درېیم مقام خپلولو له پاره له پاکستان سره مخامخ شو.
له پاکستان سره لوبه نن ترسره کېده، خو د اورښت له کبله و نه شوه او پاکستان ته درېیم مقام ورکړل شو.
ټاکل شوې د روان نړیوال جام پایلوبه، د فبروري په ۳ نیټه د هندوستان او استرالیا لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
وروستي